Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل شکر درې ولسوالۍ کې د طالبانو یو سر ګروپ ونیول شو

دفاع وزارت نن (یکشنبې د وږي په ۲مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې تېره شپه د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د طالبانو یو سرګروپ ونیول شو.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې دغه ګډ عملیات د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې تېره شپه «د صالح خېلي» او «بویه زار» په کلیو کې ترسره شوي چې د هغې په پایله کې ملااختر ونیول شو.

خپرپاڼه راغلي دي:«هغه د شکر درې ولسوالۍ په وروستیو ترهګریزو او ویجاړونکو فعالیتونو کې لاس درلود او د دغې ولسوالۍ له اوسېدونکو یې په جبر او زور سره باجګیري کوي.»

یوه اوونۍ مخکې، ملي دفاع وزارت د ترهګرو له شتونه په بشپړه توګه د دغې ولسوالۍ د چاڼ او پاکونې خبر ورکړ.

دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویلي دي چې په دغې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو ګډ عملیات ترسره شوي و چې په پایله کې یې د دغې ولسوالۍ ټول کلي او بانډونه د ترهګرو له شتونه پاک شول.

خبرپاڼه همدارنګه کاږي چې په دغو علمیاتو کې پنځه تنه طالبان وژل شوي او د هغوی د یوه قومندان په ګډون دوه تنه نور ټپيان شوي دي او همدارنګه د یو سر ګروپ په ګډون ۲۵ طالب جنګیالي چې د هېواد له نورو برخو په شکر درې ولسوالۍ کې د وحشت او وېرې رامنځته کولو لپاره راغلي و، ونیول شول.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ