د کابل - پروان په لویه لار د پولیسو پر یوه رنجر موټر د برید په پایله کې یو پولیس وژل شوی او څلور تنه نور ټپيان دي.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته (شنبې د کب په ۱۷مه) د دغې ولسوالۍ د قلعه نصروي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د طالب ډلې کسانو د نوي کابل ښار ګوټي کې د موظفو پولیسو پر رنجر موټر چې له دغې لارې تېرېدل ډزې وکړې.
خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.