د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د سېشنبې په ورځ (د وږي په ۱۲مه) وايي چې د کابل په ختیځ کې یوې چاودنې د ولسي وګړو په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي او ۱۱۹ تنه نور چې ډېری یې مُلکیان دي ټپیان شوي دي.
ښاغلي رحیمي په دې اړه زیاته کړه چې دا پېښه تېره شپه د ۹:۵۵ دقیقې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک یو ټراکټور موټر د قابل بای په استوګنیځه سیمه کې د ګرین ولېج کمپ پر سوېلي دېوال له لګېدو سره رامنځته شوه.
هغه وايي چې له چاودنې وروسته د پولیس ځانګړي ځواکونه سیمه وتړله او پنځه تنه طالبان چې په سیمه کې پټ وو او د ګرین وېلج کمپ پر کارکوونکو د برید هوډ درلود له پښو وغورځول شول.
د رحیمي په وینا، د پېښې له سیمې کابو ۴۰۰ تنه بهرني وګړي په خوندي توګه د ملي پولیسو لخوا وژغورل شول.
هغه زیاته کړه چې د سیمې خلکو او کورونو ته ډېر زیانونه اوښتي دي.
طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.