Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل په ککړې او سړې هوا کې د بې ځایه شویو کورنیو ستونزمن ژوند

په پلازمېنه کې په لسګونه بې ځایه شوې کورنۍ چې په ډېر خراب وضعیت کې ژوند کوي، وايي چې د کابل ککړه او سړه هوا د هغوی د ماشومانو او مېرمنو ژوند ګواښي.

دغه کورنۍ چې د کابل ښار په قنبر څلور لاره کې ژوند کوي، زیاتوي چې ولسمشر غني شپږکاله مخکې په ټاکنیزو منډو ترړو کې، هغوی ته ژمنه کړې وه چې ستونزې به یې حل کړي، خو تراوسه د هغوی د ژوند ښه والي لپاره کوم کار نه دی شوی.   

بې ځایه شوې رحم بي بي وايي د کابل سړې هوا، د هغه یو څلور میاشتنی ماشوم ترې اخیستی:«د سړې هوا له کبله مې ماشوم مړ شو؛ رک روغ و. کله چې هوا سړه شوه، پورته مو کړ ساه یې ورکړه.»
د دغو بې ځایه شویو کورنیو ماشومان، د زده کړې پر ځای، د بې کاره پلاسټیکونو او کاغذونو په لټه کې دي چې خپل کورنو پرې تاوده کړي. 

اته کلنه نازنین چې یوه له دغو ماشومانو ده وايي چې ښوونځي ته د تګ حسرت یې په زړه کې حک شوی دی:«کور غواړم، ښوونځی غواړم.»

دوی وايي چې سړې او ککړې هوا ډېری ښځې او ماشومان ناروغان کړي دي.

یوه له بې ځایه شویو تاج بي بي وايي:«کوچني ماشومان سینه و بغل کېږي. لویان سینه و بغل کېږي؛ اوبو ته اړ یوو، دوډۍ ته محتاج یوو؛ داسې ورځې کېږي چې یوې نمړۍ ډوډۍ ته اړ یوو.»

دوی وايي ولسمشر غني په ۱۳۹۳ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین پرمهال له دوی غوښتي و چې رایه ورکړي ترڅو یې له دې وضعیته بهر کړي خو اوس چې له دغې ژمنې شپږ کاله تېرېږي د دوی د ژوندانه وضعیت لاخراب شوی دی.

بې ځایه شوی تاج محمد امیري په دې اړه وویل:«ولسمشر موږ ته ژمنه کړې وه کله چې بریالی شوم له خیره ستاسو ټولو ژوند ښه کوم. دا چې تاسو ته کور درکوم، ستاسو ځای معلوموم، ستاسو ښوونځی او کلینیک معلومېږي؛ اوس چې پنځه کاله تېر شول، ولسمشر زموږ پوښتنه ونه کړه.»

دغه کورنۍ وايي په تیره یوه لسیزه کې په ځلونو دولتي ادارو ته ورغلي خو د دوی ستونزو ته هېڅ پام نه دی شوی.

د قنبر څلور لارې د بې ځایه شویو استازی طاووس خان وايي:«لاره بندوو ځان وژنو؛ ښځې سړک ته راوباسو دا چې یخني موږ ووژني ښه ده چې ځان وژنه وکړو.»

ډېری دغه کورنۍ د جګړو او ناامنیو له امله له هلمند، کندهار او ارزګان ولایتونو څخه کابل ته راکډه شوې دي.

د ملګروملتو سازمان د رپوټ له مخې اټکل کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان کابو نیمايي وګړي د خوراکي خوندیتوب له نشتوالي سره مخامخ شي او دوی بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.

دغه کورنۍ وايي چې په تېرې یوې لسیزه کې په ځلونو دولتي بنسټونو ته تللي، خو په ژوند کې یې ښه والی نه دی راغلی.

شریک یي کړئ