د کابل پولیس د وسله والو غلاوو په تور د څلورو کسانو له نیولو خبر ورکوي.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند، فردوس فرامرز (پنج شنبې د لړم په ۹مه نېټه) وايي چې نیول شویو کسانو تېره اوونۍ د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو موټر غلا کړی وو.
ښاغلی فرامز زیاتوي چې یاد کسان د پولیسو په بېلابېلو عملیاتو کې کابل څلورمې او اوولسمې امنیتي حوزې سیمو کې نیول شوي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې نیول شویو کسانو لومړنیو څېړنو په ترڅ کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
په دې اړه مو اندونه