Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټرافیکو مدیریت په کابل ښار کې ګرځنده (سیاره) ګزمه ګمارلې

د کابل ټرافیکو ریاست سپارښتنې له مخې وروسته له دې د ښاري موټرو چلونکي نشي کولی چې په مخکیني سیټ دوه کسان کینوي. 

دا ریاست وايي، ګزمې یې سختې کړي او هر چېرته چې سرغړوونکي ونیول شي قانوني چلند به ورسره کېږي.

د ټرافیکو ریاست د چارواکو په وینا، تر دې دمه یې ګڼ موټرچلوونکي تر درې سوه افغانیو جریمه کړي او لا دا کمپاین دوام وکړي.

په همدې حال کې د کابل ښار اوسېدونکي هم له دې بهیره خوښ دي.

د کابل اوسېدونکی، عبدالقهار میرزايي له دې کاره خوښي څرګندوي او زیاتوي:«دا کار چې ښاروالي او ترافیکو په لاره اچولی دی، ډېر ښه دی، ډېر خلک ترې په تنګ وو او په ځانګړې توګه میرمنو ته، هیله ده چې همداسې تعقیب کړي.»

بل اوسېدونکی، حاجي صابر زیاتوي:«دا ډېء ښهګام دی چې پورته شوی، زه ډېر خوشاله یم، دې کار سره ټرافیکو پېښو کې مرګ ژوبله کمیږي، دا چې دوه کسه د موټر مخکې سیټ کې کېنی، غیر قانوني ده.»

د کابل ټرافیکو ریاست د هغو موټر چلوونکو د څار لپاره ګزمې پیل کړي چې د موټر په مخکي سیټ کې له ځانه سره دوه دوه کسان ګرځوي

شریک یي کړئ