د پلازمېنې د مرکزي برخو د امنیت ټینګښت په موخه د پولیسو لهخوا د څېړنې څه باندې ۹۰ نوي تمځایونه جوړ شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت دغه کار د پلازمېنې په امنیت کې اغېزناک بولي. اخوا د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم د پولیسو د څېړنې تمځایونه اغېزناک نه بولي.
د کابل پر زنبق څلورلارې له ترهګر بریده وروسته د پلازمېني امنیتي مسوولینو د کابل یوه مرکزي برخه چې تر ډېره مهمې دولتي او نادولتي ادارې پهکې دي د سختې خوندي یا ګرین زون سیمې په نوم یاده کړه او له همدې امله د هرې ورځې په تېرېدو سره په دې برخه کې امنیتي تدابیر زیاتېږي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي:«د څار تمځایونه ډېر اغېزناک دي، د دغو تمځایونو ترڅنګ د ګارنیزیون کمپاین هم ډېر ګټور دی چې د جنايي جرمونو ګراف کابو تر ۴۰ سنلې پورې ټیټوي.»
د پلازمېني په مرکزي برخو کې د خنډونو او تلاشۍ د پوستو زیاتول د کابل ښاریانو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.
په کابل ښار کې د ټکسي یو چلوونکی میرویس وايي:«ځانمرګي زیات شوي د څار دا تمځایونه هېڅ زموږ په درد نه خوري.»
خو د کشفي او استخباراتي فعالیتونو زیاتوالی، پر ټولو د قانون عملي کول، د ښار کمربندونو او فرعي لارو ته لازیاته پاملرنه هغه کارونه دي چې د کابل د امنیت په ټینګښت کې اغېزمن بلل کېږي.
پخوانی پوځي محمدا ګل مجاهد هم وویل:«تره هغې چې د کابل د شاوخوا کمربندونه، د موټرو لارې، د وزو لارې او د پلي تګ لارې بندې نه کړو او تر خپل پوښښ او کنټرول لاندې یې را نه ولو د کابل امنیت له دغو څار ځایونو سره نه ټينګېږي.»
افغان حکومت په تېرو څو ورځو کې د پلازمېني د امنیت د ټینګښت لپاره نوې طرحه برابره کړې ده.
دا طرحه ۵۲ برخې لري او ټاکل شوې په راتلونکو دوو اوونیو کې عملي شي.