Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل ککړې هوا اندېښنې زیاتې کړې دي

کابل د څه باندې شپږ مېلیونه وګړو له شتون سره د کال په هېڅ فصل کې په بشپړه توګه پاکه هوا نه ده لرلې، خو د ژمني موسم په رارسېدو او د بې کیفیته سونګ توکو له استفادې سره، د پلازمېنې د هوا ککړتیا ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې ده.

په داسې حال کې چې په دې شپې او ورځو کې د هوا ککړتیا هغې کچې ته رسېدلې چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره د هغې له امله د رامنځته شویو خطرونو په اړه ګواښ کوي.

کابل چې نوم یې د نړۍ د ککړو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی، د کال په دغه فصل کې د ورځې په پيل او پای کې د ککړتیا لوړه کچه لري.

د کابل اوسېدونکی عبدالحمید وايي:«کله چې اوه او اته بجې د سهار شي، غبار ټول ښار ولکه کوي؛ د کابل د ژوند چاپېریال په بشپړه توګه له منځه تللی دی.»

کابل کې د سونګ توکو لېږدونکی بصیر وايي:«هغه لوګی چې دغه توکي یې کوي، پر کابل هم اغېژه کوي او پر خلکو هم. دا چې د کابل هوا تر دې کچې خرابه شوې، د دغو بې کیفیته سونګ توکو له امله دي.»
 
خو د ورځې په پای کې کابل کې په لږ لیرې واټن کې هم هېڅ تصویر په رڼه توګه نه لیدل کېږي. څومره چې شپه تیاره کېږي؛ په کابل کې د برېښنا رڼا د هوا د ککړتیا له امله کمېږي.

په وروستیو ورځو کې دغه وضعیت د کابل نوم تل د نړۍ د ککړې هوا د درلودونکو ښارونو په سر کې راوستی دی.

د چاپېریال ساتنې د چارو کارپوه یاسین ستیز وايي:«هغه کسان چې له سکرو استفاده کوي، له چرم استفاده کوي، له پلاسټیکه استفاده کوي، له زړو بوټانو استفاده کوي، دوی که چېرې په ټيټه بیه د سونګ توکي پیدا کړي، ډاډه وي او په لاسرسۍ کې وي او پایداره وي، کولای شي له هغې استفاده وکړي او دا په خپله د هوا ککړتیا په کموالي کې مرسته کوي.»

تر هغه وروسته چې تېره اوونۍ ولسمشر غني د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې له کړنو ناخوښي وښوده؛ دې ادارې د شنبې پر ورځ په هېواد کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره د یوې طرحې د چمتو کولو خبر ورکړ.

هغه هم په داسې وضعیت کې چې د دې ادارې چارواکي هم په کابل کې د هوا د ککړتیا جدي ستونزه مني او وایي چې تر اوسه په کابل کې د هوا د ککړتیا نژدې درې سوو پنځوس لاملونه پېژندل شوي دي.

د کابل ککړې هوا اندېښنې زیاتې کړې دي

د کابل اوسېدونکي له حکومته او مسوول بنسټونو غواړي چې د هوا ککړتیا د کموالي په برخه کې جدي اقدامات وکړي.

شریک یي کړئ