Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابینې او د ملي شورا د غړو د شتمنیو د ثبت لپاره د حکومت هڅې

د کابینې او د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې غړو ته د شتمنیو د ثبتېدولو لپاره د حکومت د درېیو اوونیو له شوې مودې نه اوه ورځې پاتې دي او د شتمنیو د ثبت او څېړنې اداره تر اوسه نه ده توانېدلې چې د هغو کسانو په تړاو معلومات خپاره کړي چې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړي.

د شتمنیو د ثبت او څېړنې د ادارې په ویبپاڼه کې د دوشنبې ورځې تر ماسپښینه په روان کال کې د حکومتي چارواکو او کارکوونکو د شتمنیو د ثبت په تړاو هیڅ ډول معلومات نه لیدل کېږي.

د روڼتیا څار بنسټ اجرايي رییس اکرام افضلي وايي:«په افغانستان کې د شتمنیو د ثبت بهیر ننداریز دی ځکه چې دا بهیر د پام وړ پایلې نه دي لرلې او نه دی نتوانېدلی د فساد په مخنیوي او د عامه شتمنیو په بېرته راستنېدو کې ګټور پرېوزي.»

د شتمنیو د ثبت د قانون له مخې حکومتي چارواکي او کارکوونکي مکلف دي څو د خپلو شتمنیو په تړاو معلومات خپاره کړي ؛ خو په تېرو اتو کلونو کې د شتمنیو د ثبت او څېړنې د ادارې  په ویبپاڼه کې د محدود شمېر چارواکو د شتمنیو په تړاو معلومات خپاره شوي دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«په بشپړه توګه دا پلان عملي کېږي او باید عملي شي. په دې کې د پارلمان محترم غړي، لوړپوړي چارواکي، د افغانستان د دولت کارکوونکي دي، ټول مسوولیت لري چې دا کار ترسره کړي له هغې پرته معاشونه یې پرې کېږي، امتیازونه یې پرې کېږي او هغه کسان چې شتمنیې یې نه دي ثبت کړي د هغوی نوملړ اعلانېږي.»

په ولسي جرګه کې د خلکو استازي په دې باور دی چې د حکومتي چارواکو او کارکوونکو د شتمنیو د ثبت بهیر یو ننداریز بهیر دی او تر هغه وخته چې په بهر کې د حکومتي چارواکو بانکي حسابونه تر څارنې لاندې نه وي؛ دا بهیر به اغېزناک نه وي.
 
د ولسي جرګې غړی عبدالروف انعامي وايي:«له بده مرغه په دې وروستیو کې وینو چې عامه شتمنۍ د سیسټم له لارې غلا کېږي او بهر ته استول کېږي. د شتمنیو دغه ثبت څو نیمګړتیاوې لرلې دي د هغه یوه دا ده که چېرې دا یو جدي امر وای او د حکومت له خوا په جدي توګه تعقیب کېدای باید د کال په لومړي ورځ ترسره شوی وای.» 

د شتمنیو د ثبت او څېړنې ادارې د شمېرو له مخې په روان مالي کال کې د حکومت ۲۲ زرو ۵۰۰ چارواکي او کارونکي د شتمنیو پر ثبتېدو مکلف دي چې د ولسمشر د ویاند د خبرو له مخې تر سږکال  پورې د حکومت ۱۸زره چارواکو او کارکوونکو خپلې شتمنۍ ثبت کړي دي .

د ولسي جرګې ځينې غړي د چارواکو د شتمنیو د ثبت بهیر د نړیوالې ټولنې په وړاندې یو ننداریز حرکت ګڼي.

شریک یي کړئ