Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابینې د غړو پېژندنې په هکله د سلامشورو دوام

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویاند وايي چې د وزارتونو او په حکومت کې د نورو پُستونو لپاره د ځینو څېرو د معرفي او ور پېژندلو لپاره سلامشورې روانې دي.

د ښاغلي عبدالله ویاند فریدون خوځون زیاتوي چې د ګډوني حکومت د سیاسي هوکړه لیک پربنسټ به، عبدالله عبدالله د حکومت د چارواکو په معرفي کولو کې به ۵۰ سلنه ونډه ولري. 
 
هغه زیاته کړه:«د والیانو ګومارلو، د معینیتونو، د خپلواکو ادارو د مشخص کېدو، د مشرانو جرګې د غړو او نورو موردونو په اړه چې په هوکړه لیک کې وړاندوینه شوي... بحثونه دوام لري.»

بل خوا د ولسمشر ویاند وایي چې اوس مهال د ملي یووالي حکومت دوره چې د سیاسي ونډو پر بنسټونو رامنځته شوې وه، تېره شوې ده، خو ولسمشرۍ ماڼۍ له عبدالله عبدالله سره د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو په تړاو سلا مشورې کوي.
 
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څرګنده کړه:«موږ د هغه معیار پر بنسټ د افغانستان په حکومت کې د ټولو سیاسي ډلو د ګډون غوښتونکي یوو چې هغه د خلکو لپاره خدمت کول دي نه د ونډې وېښ او نه په داسې ډول چې په تېرو پنځو کلونو کې وو.»

بل خوا سپېدار ته نژدې سرچېنې طلوع نیوز ته وایي چې سپېدار ماڼۍ به ترهغه مهاله چې په ولایتونو، معینیتونو او خپلواکو ادارو کې یې ونډه روښانه نه وي؛ د خپلو نوماند وزیرانو نوملړ اعلان نه کړي.
   
د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي:«هغه هوکړه لیکونه چې د هېواد د ملي شخصیتونو په حضور کې شوي، د هغه هر بند دې د پرېکړې په مطابق عملي شي او که چېرې خدای مه کړه پر هغه عمل ونه شي یوه طبیعي خبره ده چې اختلافونه رامنځته کوي.»

په دې لړ کې ځينې هېوادوال د نوماند وزیرانو د نوملړ په لېږلو کې ځنډ په حکومت کې دننه د تازه اختلافونو پېلېدل بولي.
 
 پخوانی پوځي سید عبدالواحد صبوري وايي:«د شرم وړ ده، دا د دغه بې وزله هېواد لپاره ننګ دی چې تاسې تراوسه نه یئ توانېدلی چې کابینه تعیین کړئ.»

د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړه لیک له لاسلیک کېدو نژدې دوه میاشتې تېرېږي، خو ظاهراً، تر اوسه دواړه لوري نه دي توانېدلي چې د کابینې او نورو حکومتي ادارو لپاره د څېرو په ورپېژندلو کې هوکړې ته ورسېږي.

د مصالحې د عالي شورا ویاند په حکومت کې د پنځوس سلنې ونډې خبره کوي او وایي چې تر دې مهاله دولتي څوکیو ته د څېرو د معرفي کولو لپاره سلا مشورې روانې دي.

شریک یي کړئ