Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابینې په معرفي کېدو کې ځنډ؛ عبدالله: پرمختګونه شوي

د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وايي چې د نوې کابینې په معرفي کېدو کې پرمختګونه شوي دي.

په داسې حال کې چې په سپېدار ماڼۍ کې سرچېنې تاییدوي چې د نویو والیانو په معرفي کولو کې له دوی سره سلا مشوره نه ده شو؛ خو د مصالحې د عالي شورا رییس له بهرنیو استازو سره په خبرو کې د حکومت د کابینې په اعلانونو کې د پرمختګونو خبره کوي.

د مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په دې اړه وايي:«موږ د نوې کابینې په اعلان کې ځينې پرمختګونه کړي او له هغه وروسته به د مصالحې عالي شورا غړي هم اعلان شي چې دا کار د مرکچي پلاوي له ماموریت سره مرسته کوي.»

د ښاغلي عبدالله دویم مرستیال وايي چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلوونکي کې به ډېر ژر د سپيدار له خوا ځينې څېرې ولسمشرۍ ماڼۍ ته معرفي شي.

خو د عبدالله عبدالله ملګري د څېرو او چارواکو د ورپېژندنې په چاره کې د عبدالله عبدالله د پلویانو تر منځ د اختلافونو د شتوالي خبره کوي.

د افغانستان د ملي پېوستون نهضت ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني وویل:«وزارتونه له معینیتونو او ولایتونوسره چې موږ ته رسېږي ټول دې یوځل موږ ته معلوم کړي چې موږ خپل کسان معرفي کړو چې کار اسانه شي چې سمه غوښتنه هم ده.»

په دې لړ کې د ښځو د حقونو ځينې فعالانې په داسې حال کې په کابینه کې د ښځو پر پراخ او معنا لرونکي ګډون ټینګار کوي؛ چې د ولسي جرګې ځينې غړي وایي که چېري ورپېژندونکې کابینه کې د ښځو حضور پراخ نه وي او دغه راز د وړتیا له مخې کسان ور ونه پېژندل شي؛ د ولسي جرګې له لوري به د باور رایه ترلاسه نه کړي.
   
د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر څرګندوي:«په کاینه کې د څرګندو ښځو فېزیکي حضور مهم دی، خو کله چې هغوی ته مقام ورکول کېږي باید پیاوړې شي له هغې پرته کولای شي چې سبمولیک رول ولري.»

د ولسي جرګې غړی عبدالنصیر فراهي هم وویل:«د هغو کسانو لپاره چې تخصص ونه لري پروګرام او طرحه ونه لري رایه نه ورکوو.»

ولسمشر ویلي دي چې په نوې کابینه کې به لږ تر لږه څلورښځې وې او  دغه راز به په څلور دېرشو ولایتونو کې یوه یوه مېرمن د والي د مرستیالې په توګه معرفي شي ؛ خو د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو وایي چې ولې ولسمشر په دغو ولایتونو کې ښځې د والیانو په توګه نه معرفي کوي.

د عبدالله عبدالله مرستیال وایي چې په راتلونکو ورځو کې به د سپېدار ماڼۍ له لوري ولسمشرۍ ماڼۍ ته د نوماند وزیرانو نوملړ ولېږل شي.

شریک یي کړئ