Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کاناډا سفیر: افغانستان کې سولې ته رسېدل ستونزمن دي

کابل کې د کاناډا سفیر، دیف میتکف وايي چې افغانستان کې سولې ته رسېدل ستونزمن دي، او زیاتوي چې لا هم د جګړې بایته رسېدو لپاره اوږده لاره پاتې ده.

هغه په داسې حال کې چې په افغانستان کې له تلپاتې او سراسري سولې له بهیره ملاتړ کوي، خو د هغه په وینا افغان حکومت د جګړې د پاي ته رسولو او سراسري اوربند د ټینګښت لپاره اوږده لاره په مخکې لري.

نوموړي چې نن(پنج شنبې د کب په ۲۲مه نېټه) کابل کې «ټول شموله سولې ته د ټولو لاسرسي» پروګرام پرانیستنه کې خبرې کولې، د سولې بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار وکړ.

د کاناډا دغه دیپلومات وايي هېڅ هېواد په تلپاتې او ثبات او سولې ته د رسیدو لپاره د ښځو رول ته بې پامي نشي کولي او باید ښځو ته ونډه ورکړل شي.

ښاغلی میتکف زیاتوي:«‎هېڅ هېواد د پخلاینې په یوه ملي پروګرام کې خپلو نیمايي وګړو ته بې پامي وکړي، د خبرو له بهیر وراخوا، د سولې په ټولو اړخونو کې د ښځو ګډون اړین دی، له جګړې وروسته بهیرونو کې د ښځو فعاله ونډه د هیواد په ثبات، بیارغونې او اقتصادي فعالیتونو کې مثبتې پایلې لري.»

د کاناډا د سفارت لخوا په دغه ناسته کې چې ټول ګډونه او سراسري سولې ته د لاسرسي د رامنځته کولو پروژې د معرفي کولو په موخه جوړه شوې وه د هېواد د یو شمېر ولایتونو مېرمنو هم پکې ګډون کړی وو.
دوي وايي باید د سولې په خبرو کې دوي له یاده ونه ایستل شي.

د افغانانو ترمنځ د احتمالي خبرو د پيلیدو په درشل کې په دغو خبرو کې د ښځو د پراخې ونډې لپاره غوښتنې زیاتې شوې دي.

شریک یي کړئ