Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرام‎الدین کریم د نیولو حکو صادر شو

د هېواد د فټبال فدراسیون د پخواني رییس، کرام الدین کریم د نیولو حکم چې د یو شمېر ښځینه فوټبالرانو پر جنسي زورونه تورن دی، صادر شو.

د لویې څارنوالۍ ویاند، جمشید رسولي یک‎شنبې (د غبرګولي په ۱۹مه نېټه) وايي وروسته له دې چې د فټبال نړیوال فدارسیون یا فیفا ښاغلی کریم په رسمي توګه د سپورټي او فټبالي فعالیتونو منع کړ، لویې څارنوالی هم د نوموړي د نیولو حکم صادر کړ.

د فټبال نړیوال فدراسیون د هېواد د فټبال فدراسیون پخوانی رییس په یو میلیونو سویسي فرانکو جریمه کړی هم دی.

د نړیوال فټبال فدراسیون دا پرېکړه د کرام الدیم کریم په تړاو د پریکړه کوونکي پلاوي سره تر لیدنې وروسته کړې ده.

د فیفا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي کریم له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۸ زیږدیز کال پورې په دوامداره توګه پنځه ښځینه فوټبالرانې زورولي دي.

د کرام‎الدین کریم د نیولو حکو صادر شو

لویې څارنوالۍ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رییس، کرام الدین کریم د نیولو حکم صادر کړ

شریک یي کړئ