Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کران او منجان له پرځېدو سره کابو ۵۰۰ کورنۍ پنجشېر ته تښتېدلي

د بدخشان ولایت د کران او منجان ولسوالۍ له پرځېدو سره هم‎مهاله کابو ۵۰۰ کورنۍ او ځينې ځايي قومندانان له دغې ولسوالۍ د پنجشېر ولایت پریان ولسوالۍ ته تښتېدلي دي.

دغه کورنۍ وايي چې د دغې ولسوالۍ ځينو اوسېدونکو ځانونه پنجشېر ته رسولي، خو ځينې نور اوسېدونکي په ځانګړې توګه ډېر عمره کسان نه دي توانېدلي چې له دغې ولسوالۍ تېښته وکړي.

دا کران او منجان دغه اوسېدونکي چې له جګړې ستړي شوي او وايي، شپه مهال له کران و منجان ولسوالۍ ووتلو او له ساعتونو مزل وروسته، پنجشېر ته ورسېدو.

کران و منجان ولسوالۍ چې اوس‌مهال د طالبانو په ولکه کې ده، له پنجشېره سره ګډه پوله لري. بلخوا بیا د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکو دغو بې‌ځایه شویو ته پناه ورکړې.

د پنجشېر ولایت اوسېدونکی بهادرخان وايي:«له ځان سره یې هېڅ نه و راوړي، ګرمې جامې یې نه‎لرلې. ماشومانو یې بوټان نه‎لرل، یوازې خپل سرونه یې له ولسوالۍ بهر کړي وو او ځانونه یې ژغورلي وو.»

د جګړې له کبله بې‌ځایه شوې صدیقه وايي:«دغه شمېر ښځې له خپلو ماشومانو سره راغلي یوو، له شلو کم له خپلو خاندانو سره وو نور ټول یوازې له خپلو ماشومانو سره وو.»

د جګړې له کبله بله بې‌ځایه شوې بي‌بي هاجره هم څرګنده کړه:«هلته په کورونو کې بندې وو. که له کوره بهر شوي وو پر موږ یې ډزې کېدې. نه موږ او نه مو اولادونه له کوره بهر کېدای شول.»

ځينې کورنۍ چې لس ورځې وړاندې د پنجشېر ولایت پریان ولسوالۍ ته راغلې دي او اوس یې دلته د خپلو اوسېدو لپاره خېمې درولې دي.

محمد نادر چې د ولسي پاڅون کوونکو له ډلې دی، له طالبانو سره جګړه کې ټپي شوی. دی وايي، له ټپي کېدو وروسته، له جګړې راووت، خو کورنۍ یې هملته پاتې ده.

د جګړې له کبله بې‌ځایه شوی محمد نادر زیاته کړه:«ماشومان او مېرمن مې په کور کې وو او موږ په سنګرونو کې جګړه کوله او همدا د دې لامل شو چې هغوی ته رسېدنه ونه شم کړای او هغوی په کلي کې کور کې پاتې شول نه پوهېږم چې مېرمن او ماشومان به مې چېرته وي خو په دې پوهېږم چې د طالبانو تر وهل ټکولو او ربړونې لاندې به وي.»

اوویا کلن محمد عیسی وايي، خپله له سیمې راوتی، خو مېرمن یې هملته پاتې ده.

په کران او منجان کې د جګړې له کبله بې‌ځایه شوی محمد عیسی وايي:«مېرمن مې په کلي کې وه، همدا لامل شو چې هلته پاتې شي او موږ له سنګرونو تېښته وکړه که‎څه هم اسب او مرکب و خو ونه شوه.»

د کران و منجان د ځايي پاڅون کوونکو مشر وايي، څلور میاشتې کېږي چې له طالبانو سره په نښته و، خو د ولسوالۍ د ژغورنې لپاره مرسته ور و نه رسېده.

د پاڅون کوونکو قوماندان محمد شریف څرګنده کړه:«کران او منجان چې طالبانو چاڼ کړي څلورو خواوو ته لار لري چې کولای شي پاکستان، نورستان، تخار او همدارنګه د پنجشېر دروازې ته هم ننوځي.»

د پاڅون کوونکو بل قوماندان محمد نعیم وايي اوږدمهاله جګړه سړی ستومانه کوي بله دا چې بیا یې ترڅنګ مرسته نه وي.

هغه زیاتوي:«جګړه اوږده وه. درې او څلور میاشتنۍ جګړه سړی ستومانه کوي. د کوتل په لاره واوره وه. په ټيټه لاره هم طالب لارې تړلې وې خلکو خوراکي توکو ته د نه‎لاسرسۍ ستونزې لرلې بله دا چې د وسلې او پوځي امکاناتو له پلوه هم دا چې له طالبانو سره جګړه وکړو له ستونزو سره مخامخ شوو. نو ماشومان او ښځې مو له هغې ځایه بهر کړې او وروسته موږ په خپله هم راووتو.»

خو اوس دغو خلکو ته د سرې میاشتې ټولنې له‌خوا یو شمېر مرستې رسېدلي دي، خو بې‌ځایه شوي وايي، اړینه ده چې سیمې ته یې امنیت راشي او دوی بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

شریک یي کړئ