Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرونا د خپرېدو مخنيوي په پار لښکرګاه کې هم ګرځ بندیز ولګول شول

د هلمند د اوسېدونکو په منځ کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په پار په لښکرګاه ښار کې د خلکو پر تګ راتګ ځينې محدودیتونه ولګل شول.

په داسې حال کې چې تېره ورځ (یکشنبې د وري په ۱۰مه) پر لښکرښار باندي د سیمه ییزو چارواکو له لور ي نیمه قرنطین پیل شوی و.

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي د ښار ټولې له ګڼې ګوڼې ډګو سیمو کې پر خلکو ګرځ بندیز ولګول شو، دوی همدارنګه وايي په دغه ښار کې يې مېله ځایونه، رسټورانټونه، او د خوارکي توکو له هټیو پرته ټوې هټۍ بندې کړل شوې دي، او خلکو ته يي سپارښتنه کړي چې په خپلو کورونو کي پاته شي.

د هلمند د والي مرستیال مجاهدالله صفاري په دې اړه وايي:«موږ ټولو امنیتي ارګانو ته سپارښتنه کړې، چې د خوراکي توکو له هټیو پرته نور ټول کاري ځایونه بند کړي، او خلکو ته لاښوونه وکړي چې له اړتیا پرته له کورونو څخه ونه وځي، موږ دولتي ادارې هم رخصت کړې دي، او تدابیر مو ډېر جدي دي، ځکه نه غواړو چي په دغه ولایت کې کومه مثبته پېښه ولرو.»

بل خوا د هلمند د عامي روغتیا ریاست وايي په دغه ولایت کي تر دې مهاله د کووېډ ۱۹ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو دوی د ویرویس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټول چمتووالی نیولی دی، او په ښار کې نیمه قرنطین به د دغه ویرویس د خپرېدو مخنیوي وکړي.

د هلمند د عامي روغتیا ریاست سرپرست داکتر محد ذاکر یقین وویل:«موږ د مشکوکو پېښو د څېړنو لپاره سیار ټیمونه جوړ کړي دي، او د ښار ډېری برخې مو دواپاشي کړې دي، خوشبختانه موږ په هلمند کي کومه مثبته پېښه نه لرو، او تدابیر مو هم په دې خاطر جدي دي، چې دلته د ویروس د خپرېدو مخنیوی وکړو.»

خو لیدل کېږي چي په لښکرګاه ښار کې خلکو د حکومت سپارښتونو ته پاملرنه نه ده کړې، او دوی وايي د قرنطین د پیل سره سم په ښار کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکی حاجي شیرین په دې اړه وايي:«اوس خو خدای دا ستونزه راویستلې ده، خو حکومت باید د قرنطین سره سم په ښار کې د خوراکي توکو د قیمتونو څارنه وکړي ځکه د تېرو درېیو ورځو راپدېخوا په ښار کې د خوراکي توکو قیمتونه ډېر لوړ تللي دي.»

بل خوا ځينې ښاریان له خلکو غوښتنه کوي، چې د کرونا ویرویس د خپرېدو د مخنیوي په موخه، د روغتیاپالانو سپارښتني جدي تعقیب کړي. چې په دغه ولایت کې پر ویروس له اخته کېدو څخه په امن کې واوسي.

د لښکرګاه اوسېدونکی محمد الحق څرګندوي:«حکومت د خلکو د ژوند خوندیتوب لپاره بندیزونه وضع کړي دي، او خلک هم باید دا لارښووني چي روغتیاپالان يي ورته کوي په جدي توګه پر خپل ځانونو تطبیق کړي.دلته لیدل کېږي، چي خلکو ماسک نه دی اچولی او د نورو ورځو پشان خلګ عادي ګرځي.»

د لښکرګاه بل اوسېدونکی شریف الله هم وايي:«خلک باید د اروپايي هېوادونو څخه پند واخلي او د هغوی په څېر موږ امکانات هم نه لرو که خلک د روغتیا پالانو لارښووني تعقیب نه کړي خدای مه کړه له یوې لوې غمیزې سره به مخ شو.»

بل خوا د لښکرګاه ښاروال وايي د خوراکي توکو د قیمتونو کنترول لپاره جدي څارنه کوي او تر کابو یوي نیمي میاشتي به دوی وکړای شي، د خپلو زېرمو پر مټ د ښار د اوسېدونکو ستونزې حل کړي.

د لښکرګاه ښاروال عصمت الله صمدي په دې هکله وویل:«موږ په ښار کې د قرنطین د ښه تطبیق او د خوراکي توکو د قیمتونو د کنټرول دوه کمېټې جوړې کړې دي، او دا دواړه کمېټې اوس هم فعالیت لري، او زموږ د خوراکي توکو زیرمه شوي توکو به انشاالله د لښکرکاه ښار د اوسېدونکو لپاره تر یوي نیمي میاشتي بسنه وکړي، خو یوازينۍ غوښتنه مو له سوداګرو څخه دا ده چي په دې ورځو کې دې له خلکو سره مرسته وکړي، او د خوراکي توکو قیمتونه دې نه لوړوي.»

د هېواد په سوېل لوېدیځ کې هلمند یوازینۍ ولایت دی چې تر دې مهاله په کې د کووېډ ۱۹مثبته پېښه په کې نه ده ثبت شوې، او د دغه ولایت چارواکو لا له وړاندي د یاد ویروس د مخنیوي په موخه لاس په کار شوي دي.

شریک یي کړئ