د کندهار پولیسو نن(دوشنبې د کب۱۶مه) ویلي دي چې د یاد ولایت پر نیش ولسوالۍ د طالبانو برید سره افغان ځواکونو یادې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند، ضیاء دراني څرګندوي چې طالبانو دوه ورځې مخکې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
دی زیاتوي چې په دې نښته کې ۱۵ طالب وسلهوالو وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
دی د ۶ تنو افغان سرتېرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ تنه ټپیان دي.
په همدې حال کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې سلګونه طالب وسلهوالو پر نیش ولسوالۍ برید کړی او د دې ولسوالۍ بازار ته دننه شوي دي.
نیش ولسوالي له ارزګان ولایت سره پوله لري او لاهم په دې ولسوالي کې د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ نښتې روانې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.