Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورنیو چارو وزارت د افغانستان په جګړه کې د ایران لاسوهنه څېړي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې له یوې مودې راهیسې، د هغو رپوټونو د څېړول په حال کې دی چې د افغانستان په لوېدیځ کې د ایران د لاسوهنې په اړه خپاره شوي دي.

د افغانستان په جګړه کې د ایران ښکېلتیا او له طالبانو نه د دغه هېواد د پوځیانو ملاتړ، موضوع یو ځل بیا راپورته شوې، خو دا ځل په لوړه کچه او ان د ایران په اړه د واشنګټن په تګلاره کې.

ټرمپ تېره ورځ کله چې د ایران په اړه خپله تګلاره اعلانوله، ایران یې د ترهګرو په ځانګړې توګه د طالبانو په ملاتړ تورن کړ.

هغه په دې اړه وویل:«د ایران رژیم، په نړۍ کې له ترهګرو تر ټولو لوی ملاتړی دی او القاعده، طالبان، حزب الله،حماس او نورو ترهګرو ډلو سره مرسته کوي.»

ایراني چارواکو تل دا تورونه رد کړي، خو د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو په اړه مو کابل کې د ایران د سفارت غبرګون ترلاسه نه کړی شوی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش وویل:«هغه پلاوی چې ګمارل شوی، د دغې پېښې څرنګوالی څېړي، تراوسه د دغې څېړنې پایلې زموږ په واک کې نشته؛ خو د دغې پېښې په څرنګوالي بحث او څېړنه جریان لري.»

خو امنیتي ادارې وایي، په دې اړه زیاتې څېړنې ته اړتیا ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري څرګنده کړه:«ایران او پاکستان زموږ ګاونډي هېواونه دي او موږ له هغوی دا غوښتنه لرو چې له یو بل سره ښه مناسبات او اړیکې ولرو او تل موږ غوښتي چې له دغو هېوادونو سره، هېڅ ستونزه ونه لرو.»

طالب قومندانانو ته د پټنځای ورکول، د دې ډلې وسله‎والو ته روزنه او ورته د وسلو ورکول، هغه تورونه دي، چې د افغانستان په لوېديځ کې ځایي چارواکو تل پر ایران پورې کړي او ان په دې تړاو د اسنادو خبره هم شوې ده.

د ولسي جرګې غړی سرور عثماني فراهي څرګنده کړه:«حکومت ولې چوپ دی؟ د پاکستانیانو په وړاندې خو تونده لهجه لري؛ خو د ایرانیانو په وړاندې، تر کومه چې لیدل کېږي، ساکت او چوپ دي.»

د ولسي جرګې بل غړي عبدالجبار قهرمان په ډاګه کړه:«ایران د دولت مخالفینو ته مهمات ورکوي وسله ورکوي، پيسې ورکوي، په ځانګړې توګه د فراه، هملند، هرات او خور په ولایتونو کې.»

له دې سره د طالبانو ویاند، ایران سره د دې ډلې اړیکې رد کړي دي او ویلي یې دي، چې ډونلډ ټرمپ له داشان څرګندونو سره، په سیمه کې د یوې بلې جګړه هڅه کوي.

شریک یي کړئ