Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ولې نیمه شپه کې پارلمان ته وغوښتل شو؟

تېره ورځ ماښام (جمعه د تلې په ۱۹مه) د کابل ار د څرخي پله په واټ کې د امنیتي ځواکونو او ولسي جرګې د ځينو غړو ترمنځ څه باندې شپږ ساعته نښته وشوه او دا واټ د تګ راتګ پر مخ یې وتړه.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ولسي جرګې د استازو ساتونکو د موټرو د تورو ښيښو د سپینولو، د بې اسناده موټرو درولو او د ناقانونه وسلې د لېږد رالیږد په غبرګون کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې لاس په ماشه شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه وویل:«د قانون پلي کول او د امنیت او عامه نظم ساتنه د پولیسو اصلي دنده ده. هغه پېښه چې تېره شپه د پولیسو او محترمو وکیلانو ترمنځ وشوه په جدي او عادلانه توګه تر څار لاندې ده.»

له دې نښتې وروسته، د شپې پر یولس بجو، د ولسي جرګې غړو د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي ولسي جرګې ته احضار کړ او د شپې تر یوې بجې هغه یې تر پښتنو لاندې ونیو.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال امیر خان یار، د ولسي جرګې لومړی منشي، محمد کریم اتل، د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان، میرداد نجرابي، محمد اکبر سلطان زاده، ضیا‎الدین اکازي، میرزا کټوازی، محمد عالم ساعي، فدا محمد الفت، ګل رحمان همدرد له هغو استازو وو چې د څه باندې سلو نورو استازو ترڅنګ په دغې شپنۍ ناسته کې ولسي جرګه کې حضور درلود.

د ولسي جرګې یو غړی نرېندرا سنګ خالصه چې له امنیتي ځواکونو سره یې لومړنۍ نښته لرله، د امنیتي ځواکونو له ناوړه چلند نیوکه کوي، هغه زیاتوي:«ما ته یې وویل چې راکوز شه! زه یې هم تلاشي کړم. ورته ومې ویل چې زه د خلکو استازی یم! وویل ... چې موږ ته وزیر صاحب (کورنیو چارو وزیر) او خوشحال سادات د کورنیو چارو وزارت لوړپوړي امیتي مرستیال ویلي.»

په ورته وخت کې د پېښې چې لومړی د ولسي جرګې استازو د امنیتي ځواکونو خبرداري ته اعتنا ونه کړه او حتا د دغو ځواکونو په وړاندې لاس په ماشه شول.

د پېښې شاهد محبوب شاه وايي:«پر پولیسو یې کلاشینکوفونه را ایستلي وو. پولیسو د هغوی د موټرو ښيښې پاکولې، پولیسو ته یې د دې کار اجازه ورنه کړه.»

له دې ټولو سره، د ولسي جرګې ځینې غړي وايي چې د شپې پر مهال د غونډې جوړل د قانون پر خلاف دي.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وايي:«غونډه یې جوړه کړه چې ولې قانون پر موږ پلی کېږي؟ ولې زموږ د موټرو تورې ښیښې سپينېږي؟»

سرچینې وايي چې د ولسي جرګې غړي د هغو چارواکو د لیرې کولو او تر قانوني چلند لاندې تر تعقیب لاندې د نیولو غوښتنه کوي چې د ملي شورا د استازو د موټرو درولو او څارنې حکم یې ورکړی دي، خو د کورنیو چارو وزارت ټینګار کوي چې د ولسي جرګې د غړو زورویلو او قانون ماتولو په وړاندې به وردېږي.

سرچینې وايي چې د ولسي جرګې غړي د هغو چارواکو د لیرې کولو او تر قانوني چلند لاندې تر تعقیب لاندې د نیولو غوښتنه کوي چې د ملي شورا د استازو د موټرو درولو او څارنې حکم یې ورکړی دي.

شریک یي کړئ