Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورونا ویروس خپرېدا او د قربانیانو د کورنیو دوه برابره ستونزې

د کورونا ویروس د خپرېدو او د هېواد په ډېریو ښارنونو په ځانګړې توګه کابل کې د ګرځ بندیز له لګېدو، د امنیتي ځواکونو د قربانیانو کورنۍ ستونزې دوه برابره کړې دي.
 
ډېری دغه کورنۍ وايي چې د بې وزلۍ او تنګلاسۍ او نادارۍ په دغو سختو ورځو کې د هغوی ژوند لا ستونزمن کړی دی.
 
جان علي په ملي پوځ کې له کلونو خدمت وروسته متقاعد شوی دی، هغه وايي د ژوند تېرولو لپاره د خیریه بنسټونو دروازې ټکوي.

هغه له حکومته غواړي چې د متقاعدو امنیتي ځواکونو له کورنیو سره مرسته وکړي:«دولت باید دغه سرتري یوازې پرې نه ږدي؛ باید له دوی سره مرسته او همکاري وکړي.» 

په دې لړ کې د  اتلانو بنسټ له نورو بنسټونو سره په همکارۍ د دولتي ځواکونو د قربانیانو اړمنو کورنیو ته د مرستو لار هواروي.
 
د اتلانو د بنسټ مسوول سلیم وردګ په دې اړه وویل:«دوی هغه کسان دي چې له یوې خوا یې قرباني ورکړې، له بلخوا په کور کې نرینه نه لري. او اختر راتلوونکی و او هغه ماشومان چې موږ تشخیص کړي وو چې د پلار د لیرې والي یې لومړی اختر وو.»

د افغانستان د انرژۍ شرکتونه، نور بنسټونه چې په دغو شرایطو کې له اړمنو کسانو سره مرسته کوي.

 د افغانستان د انرژۍ شرکتونو اجرايي رییس  معروف ضیايي وايي:«سوداګرو د خپل ټولنیز مسوولیت له درکولو سره بیا دې غور وکړي او خپلې مرستې له اړمنو کسانو ته ورکړي.»

د شمېرو له مخې د افغانستان په شل کلنو جګړو کې لسګونه زره تنه دولتي ځواکونه وژل شوي دي چې د یو شمېر دغو ځواکونو کورنۍ او وارثین مرستو ته اړتیا لري.
 
د ملي اردو د یوه وژل شوي سرتېري پلار سلطان محمود وویل:«له سوداګرو او شتمنو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې له دغو بې وزلو کسانو سره مرسته وکړي.»

د دولتي ځواکونو د قربانیانو دا کورنۍ وایي چې تمه لري، ډېر ژر په هېواد کې سوله رامنځته شي او د ټولو افغانانو لپاره د کار او ژوند زمینه برابره شي.
 
د شمېرو پربنسټ د افغانستان په شل کلنه جګړه کې په زرګونه دولتي ځواکونه شهیدان شوي دي.

شریک یي کړئ