Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کډوالۍ نړیوال سازمان: له ایرانه د افغان کډوالو ایستنه ډېره شوې

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې له ایرانه د افغان کډوالو ایستنه زیاته شوې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویاند حارث پردېس وايي چې یوازې په یوې وروستۍ اوونۍ کې، څه باندې ۱۲ زره افغان کډوال له ایران نه افغانستان ته راستانه شوي او یا هم ایستل شوي دي.

دغه سازمان، له ایرانه د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالی، پر ایران د امریکا د بندیزونو له امله ګڼي.

ښاغلي پردېس په دې اړه زیاته کړه:«تر همدغې نومبر میاشتې (روانې زیږدیزې میاشتې) کابو ۴۵۰ زره افغان وګړي له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي چې ستره برخه یې له ایرانه ده.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې د تېرو یوولسو میاشتو په لړ کې د افغانستان ۴۴۰ زره کډوال له ایران پاکستان ترکیې او نورو هېوادونه څخه هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

د دغو شمېرو له مخې دوه سوو شل زره تنه له ایران نه شړل شوي دي او یو سلو اویا زره تنه نور په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالباسط انصاري وویل:«کله چې د اصل پر خلاف او له هر ډول سند پرته افغانستان پرېږدي او مختلفو هېوادونو له هغې ډلې ایران او پاکستان ته درومي، نو هغوی شړي؛ ځکه چې هېڅ ډول قانوني سند په واک کې نه لري، د هغوی هر ډول کړنه د دویم هېواد له قوانینو سره په ټکر کې دي.»

له دې ټولو سره، په کابل کې یوازې یو مرکز شتون لري چې په انلاین، حضوري او د ټلېفوني اړیکو له لارې د کډوالۍ د څرنګوالي په اړه خلکو ته مشوره ورکوي. 

د دغه مرکز چارواکي وايي هغه کسان چې له دوی سره اړیکه نیسي تر ډېره د ناقانونه کډوالۍ په اړه پوښتنه کوي. 

د کډوالۍ د معلوماتي مرکز همغږی کوونکی سید شیرحسین هنریار په دې اړه وايي:«په نېغه توګه هم ټلېفوني اړیکې ترلاسه کوو چې موږ ته یې ویلي غواړم ترکیې ته ولاړ شم، له مانه څومره پیسې اخلئ؟ وروسته موږ ورته مرکز معرفي کړ او ورته و مو ویل چې د کډوالۍ ټاکنه ښه ټاکنه نه ده. ورته مو توضیح ورکړه چې تاسې کولای شئ د ویزې له لارې غوښتنلیک ورکړئ د ترکیې سفارت همدلته کابل کې دی او کولای شې په مستقیمه توګه د کډوالۍ غوښتنه وکړئ او یا هم ملګرو ملتونو سازمان ته ولاړ شئ.»

خو له پاکستان نه د راستانه شویو او یا راشړل شویو کډوالو شمېر د ایران په پرتله په ځلونو کم ښودل شوی دی.

داسې چې د کډوالو چارو وزارت د شمېرو له مخې د کال له پېل راهیسې یوازې دوه ویشت زره هېوادوال له پاکستان نه په خپله خوښه راستانه شوي او یا هم راشړل شوي دي؛ د دې ترڅنګ له ترکیې نه هم اووه ویشت زره کډوال هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

شریک یي کړئ