Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

درې میاشتو کې د ۵۰۰ مُلکیانو د وژل کېدو په هکله د یونما اندېښنه

یوناما خپل تازه راپور کې وايي چې د روان زیږدیز کال لومړیو دریوو میاشتو کې ۵۳۳ تنه ملکي کسانو په جګړو کې ژوند له لاسه ورکړی چې نېږدې ۱۵۰ یې ماشومان دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی دفتر (یوناما) نن دوشنبې(د غويي په ۸مه نېټه) خپل تازه خپاره شوي راپور کې ویلي دي د روان زیږدیز کال لومړیو دریوو میاشتو کې په ټوله کې ۱۲۹۳ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور د ملکي مرګ ژوبلې ۵۵ سلنه کې د دولت مخالف وسله وال ۳۲ سلنه کې افغان حکومت پلوه ځواکونه، ۸ سلنه کې هم بهرني ځواکونه ګرم بللي دي.

راپور زیاته کړې ده:« کال د لومړۍ ربعې په جریان کې د ملکي تلفاتو ډېری برخه – ۵۵ سلنه حکومت مخالفو عناصرو ته راجع کیږي، چې د۷۱۰ ملکي مرګ ژوبله (۲۸۲ وژل شوي او ۴۲۸ ټپیان شوي) لامل شوي دي. یوناما ۳۹سلنه طالبانو ،۱۳سلنه د داعش خراسان څانګې او پاتې نور یې د دولت ضد ناپیژندل شویوعناصرو ته منسوب کړي دي .د ملکي وګړو وژنه چې د دولت ضد عناصرو په ځانګړې ډول طالبانو ته منسوب شوې، د ۲۰۱۹ کال د ورته مودې په پرتله په عمده توګه د هدفي وژنو او له پلټنو پرته سمدلاسه صحرایی اعدامونو د زیاتیدو له امله ۲۲ سلنه لوړه شوې ده.»

راپور کې څرګنده شوې:« دغه رپوټ د مارچ په میاشت کې چې تمه وه افغان حکومت او طالبانو د سولې خبرې اترې پیل کړې وای او د جګړو د بندولو او همدارنګه یې پر کویډ۱۹ د افغانانو د اخته کیدو هڅو ته لومړیتوب ورکړی وای، د تاوتریخوالي ځورونکی زیاتوالي ته اشاره کوي. »

همداراز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، دیبرا لاینز د ملکي مرګ ژوبلې اندېښنو په تړاو ویلي دي:« زه پر ټولو اړخونو غږ کوم، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا د نړیوال اوربند د غوښتنې له فرصت څخه ګټه پورته او له ګډ دښمن سره د مبارزې لپاره، چې د کویډ۱۹ وایروس دی ،پرټولیزو هڅو تمرکز وکړي." هغې زیاته کړه: "په افغانستان کې د بې شمیره ملکیانو د ژوند خوندیتوب او د ښه راتلونکي په اړه ملت ته د هیلې ورکولو لپاره اړینه ده، چې تاوتریخوالی په اوربند سره ودرول شي او د سولې خبرې پیل شي.»

یوناما زیاته کړې چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو دریوو میاشتو کې دولت پلوه ځواکونه د ټولو ملکي تلفاتو د ۳۲ سلنې مسؤلیت لري چې ۱۹۸ وژل شوي او ۲۱۴ ټپیان شوي دي.

یوناما همداراز اندېښنه څرګنده کړې چې:«د کال په لومړیو دریو میاشتو کې، دولت پلوه ځواکونه د دولت ضد عناصرو پرتله ماشومانو ته د زیاتو تلفاتو مسوول دي، او دغه تلفات له دوه برابرو څخه زیات شوي، چې په ځانګړي ډول د هوایي بریدونو اوځمکنیو جګړو پر مهال دغیر مستقیمو ډزو له امله رامنځته شوي دي. یوناما د ټولو ملکي تلفاتو ۲۱ سلنه افغان ملي امنیتي ځواکونو، اته سلنه نړیوالو نظامي ځواکونو او پاتې نور یې دولت پلوه وسله والو ډلو او دولت پلوه نامعلومه عناصرو ته منسوب کړي دي.‎»

که څه هم یوناما د۲۰۲۰ کال په لومړۍ ربع کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو لخوا د ملکي تلفاتو کمیدل ثبت کړي، خو ماموریت د دوی د عملیاتو په پایله کې د مارچ په میاشت کې د ملکي تلفاتو د ډیریدو اندیښنه لري ، په خاص ډول  د ځمکنیو نښتو، په ځانګړې توګه دغیر مستقیمو ډزو او هوایي بریدونو له امله رامنځ ته شوي.

د یوناما په راپور کې همداراز ویل شوی چې د زږدیز کال لومړیو دریوو میاشتو کې ۱۵۲ ماشومان، ۶۰ ښځې وژل شوې او ۲۶۵ ماشومان او ۱۰۸ ښځې ټپیانې شوې دي.

شریک یي کړئ