Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له هېواده بهر ته د یوه لرغوني اثر د قاچاق مخنیوی

کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر پولیسو بهر ته د یوه لرغوني اثر د چاقاق مخنیوی وکړ.

د دغه هوايي ډګر چارواکي وايي چې د دغه لرغوني اثر د قاچاق په تړاو چې کابو دوه زره کاله لرغونتوب لري، یو تن نیول شوی دی. 

په پام کې وه چې دا لرغوني اثر د پنجشنبې پر ورځ د حامد کرزي له هوایي ډګر نه دوبۍ او له هغه ځایه لندن ته قاچاق کړای شي؛ خو پولیس وایي د هغې قاچاق مخه یې ونیوله.

د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د چاروکو په وینا په دې تړاو څېړنې دوام لري.

د حامد کرزي د هوايي ډګر قومندان محمد عثمان جانباز په دې اړه وویل:«دا لرغونی اثر یې په ډېره ماهرانه توګه په یوه بیک کې ځای پر ځای شوی و. څېړنې لاهم په دې اړه دوام لري.»

خو نیول شوی کس ادعا لري چې دا لرغونی اثر یې د پلار نښه ده چې څو ورځې وړاندې مړ شو او اوس مهال ده غوښتل چې دا اثر له دې امله چې له هېواد نه بهر ژوند کوي له ځانه سره ولېږدوي:«پلار مې څو ورځې مخکې ومړ او ما د یادګارۍ په توګه خولۍ، تسبیح او له دې سره دا چې ښايي زموږ د نیکونو وي غوښتل مې له ځان سره لندن ته یوسم.»

له دې سره همهاله له هېواد نه بهر ته د لرغوني آثارو قاچاق اندېښمنوونکی بلل کېږي.     

افغانستان د لرغونو او کلتوري شتمنیو له اړخه د سیمې یو له تر ټولو بډایه هېوادونو بلل کېږي. خو له ډېرو کلونو راهیسې د هېواد د لرغونو آثارو قاچاق یوه جدي اندېښنه بلل کېږي.

په پام کې وه چې دا لرغوني اثر د پنجشنبې پر ورځ د حامد کرزي له هوایي ډګر نه دوبۍ او له هغه ځایه لندن ته قاچاق کړای شي.

شریک یي کړئ