Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یوې بهرنۍ ګرځندویې ادعا؛ د واخان ولسوال جنسي ځورولې

د بدخشان ځايي چارواکي، د دغه ولایت د واخان د ولسوال عبدالمعروف خیرخواه له خوا د یوې بهرنۍ ګرځندویې له جنسي ځورونې خبر ورکوي.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وايي چې دغه تور ته د رسېدنې لپاره، د ولایت له‎خوا یو پلاوی ګومارل شوی دی.

د بدخشان ولایت د ولایتي شورا غړی عبدالله نظري وايي، یوه اسټرالیوۍ جوړه چې د تاجکستان له لارې د واخان ولسوالۍ ته تللې وه، خو د ولسوالۍ لخوا تر جنسي ځورونې وروسته، اړ شوه چې بېرته تاجکستان ته ولاړه شي.

دغې بهرنۍ ګرځندویې په شکایت پاڼه کې ادعا کړې چې دا پېښه دوه میاشتې مخکې شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، له ځنډ پرته د دغې پېښې د څېړلو غوښتونکی دی.

د بشري حقونو د ښځو د څانګې مسووله لطیفه سلطاني وايي:«هغه ښځې چې له نورو هېوادونو افغانستان ته د ګرځندویۍ او یا هم د نورو فعالیتونو لپاره راځي د نړیوال تګ راتګ پر بنسټ افغانستان مکلفیت لري چې امنیت یې تامین کړي.»

خو په دې اړه مو د واخان ولسوالۍ عبدالمعروف خیرخواه لیدلوری ترلاسه نه کړای شو.

د بدخشان واخان ولسوالۍ د هېواد یوه له هغو سیمو ده چې د بهرنیو سیاحت کوونکو لپاره د پام وړ ده.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځينې غړي له ځنډ پرته د دغې پېښې پر څېړلو ټینګار کوي.

د ولسي جرګې غړی عبدالرووف انعامي وايي:«له دې بد کار نور څه کېدای شي؛ هغه هم د هغه ولسوال لخوا چې د ګرځندویانو د عزت، ابرو او امنیت تامین او د ګرځندویانو د جلب او حذب مسوولیت لري.»

د ولسي جرې غړې فاطمه عزیز څرګندوي:«د یوې افغانې ښځې په توګه د داسې یوې موضوع اورېدل زما لپاره د ننګ ځای دی.»

د کورنیو چارو وزارت وايي، له څېړنو وروسته به جزییات ټولو سره شریک کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل:«دا موضوع تر څېړنې لاندې ده. له مرکز څخه هم په جدي توګه زموږ تر تعقیب لاندې ده؛ همدا چې څېړنې بشپړې شي د هغه پایله له ټولو سره شریکوو.»

د حکومت د یوه سمه‎ييز چارواکي لخوا د دغې ګرځندویې د جنسي ځورونې ادعا په داسې حال کې کېږي چې له دې مخکې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ښځو د جنسي ځورونې په اړه هم رپوټونه خپاره شوي وو

شریک یي کړئ