Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۵۰۰ طالب بندیانو د ازادولو په اړه د اختلافونو دوام

په داسې حال کې چې حکومت څه باندې څلور زره طالب زندانیان د هېواد له بندخونو خوشي کړي دي، خو د ۵۹۲ بندیانو په تړاو د اختلافونو رپوټونه خپاره شوي دي.

طالبانو ته نژدې سرچینې وایي چې حکومت له طالبانو د بندیانو د نوي نوملړ غوښتنه کړې ده. چې د ۵۹۲ طالب بندیانو پر خای چې د هغه په اړه اختلاف شتون لري، ازاد کړي.

تېره ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ وویل چې عدلي او قضايي بنسټونه د ۵۹۲ طالب بندیانو په اړه عدلي او قضايي ملاحظې لري او شونې ده چې ازاد نه شي.

خبریال سمیع یوسفزی وايي:«د افغان دولت د ځلونو غوښتنې سربېره چې باید د پنځه زره طالبانو په نوملړ کې بدلون راشي او افغان دولت فکر کوي چې تر سلو بندیانو چې د طالبانو په نوملړ کې دي، دوی سیاسي بندیان نه دي، طالبان نه دي، بلکې جرمي دوسیې لري - یا هم په قاچاق مجرم دي. باید نومونه یې لرې شي، خو طالبان ټینکار لري چې پنځه زره کسیز نوملړ یې د ادلون بدلون وړ نه دی.»
 
د دغو سرچینو په وینا د ۵۹۲ طالب بندیانو شاوخوا ۹۰ تنه هغه کسان دي چې ان طالبان په خپله اوس مهال نه غواړي چې هغوی له بنده خوشي شي.
 
د طالبانو پخوانی قومندان سید اکبر آغا په دې اړه وویل:«د بندیانو د نومونو نوملړ به بدلون ونه کړي دا چې حکومت نوی لېست غوښتی طالبان پر دې مسلې ټينګار لري چې هماغه لېست باید عملي شي.»  

بلخوا د طالبانو ویاند پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې د طالب بندیانو د خوشي کېدو بهیر باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
 
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېتر لیکلي:«د دوحې د تړون عملي کېدل او د بین الافغاني مذاکراتو پيل ځکه ضرور دی چې موږ د جګړې د کمښت او ختمېدو لپاره لار ولټوو. که څوک غواړي چې لومړی جګړه ودرېږي بیا خبرې وکړي، دا غوښتنه غیر منطقي ده، جګړه د دې لپاره ده چې تراوسه موږ بل انتخاب نه دی پيدا کړی. که څوک جګړه نه غواړي، نو بیا د مذاکراتو د پيل په لار کې خنډونه ولې اچوي؟ پرېږدې چې افغانان د سیاسي تفاهم له لارې چې د افغانانو او بین المللي ټولنې غوښتنه هم ده نتیجې ته ورسېږي.
په بې مسوولیته او غیر منطقي خبرو او  بې اساسه تورونو ستونزه نه حل کېږي.»

د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړه لیک پربنسټ، ټاکل شوې چې پنځه زره طالب او زر هم دولتي ځواکونه د دواړو لورو له بندخونو ازاد شي.

حکومت تراوسه څه باندې څلور زره طالبان بندیان ازاد کړي او طالبانو هم څه باندې ۷۰۰ دولتي سرتېري ازاد کړي دي.

د پوهنتون استاد محمود مرهون په دې اړه وویل:«د دغه نوملړ د مسلې تر شا نورې مسلې دي چې د پلمو لپاره استفاده کېږي، یا ځینې هغه مجرمین چې حکومت غواړي له هغو استفاده وکړي. کله چې د جرم او جنایت ګراف ته ورسېږو سراج الدین جقاني له ټولو ستر مجرم وو او د حکومت سره کرښه، خو په یوې ټلېفوني اړیکه ازاد شو؛ بسنټيزه مسله دا نه ده چې دا کسان مجرم دي.»

د سولې د چارو شنونکي وایي چې افغان حکومت باید د هغو بندیانو نوملړ خپور کړي چې په تړاو یې ملاحظه لري.

شریک یي کړئ