Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني راتلونکو څو ورځو کې د طالبان او امریکا ترمنځ د هوکړې خبر ورکړ

ولسمشرغني راتلونکو څو ورځو کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیکه خبر ورکوي.

په داسې حال کې چې ولسمشر غني د مونیخ امنیتي ناستې په څنډه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د معاملې له تاییده ډډه کړې، خو وايي چې تر یوې اوونۍ یا لسو راتلونکو ورځو پورې به مناسبه اعلامیه ورستۍ شي.

ښاغلی غني د سولې لپاره د طالبانو نیت ته لا هم د شک په سترګه ګوري:‎«اول موږ باید دا جګړه ودروو. دوهم، موږ باید د دې جګړې درولو لپاره سیاسي حل لار ولټوو. نور یې بیچلی او د نه ډاډ حالت دی.»

سره له دې ولسمشر غني لا هم ټینګار کوي چې د سولې لپاره د طالبانو ژمنه باید و ازمویل شي.

ښاغلی غني زیاتوي:«‎مهمه ازموینه دا دع چې دوی یا طالبان به ټاکنې خلکو ته د مراجعې لاره وبولي یا لا هم د فتح لیدلوری لري.»

ولسمشر همدارنګه طالبان ټاکنو کې د ګډون او سیالۍ لپاره ننګوي:«زه هغوی یعنې طالبان ننګوم چې، خپل تر ټولو غوره کس په هلمند کې نوماند کړي او وګورئ چې، بریالی کېږي، پکتیا او کندهار ته هم راشئ. یا هم بل هر ښار ته راشئ او که چېرې خلکو تاسو یې د سپي نیوونکي په توګه هم وټاکلئ؛ نو بیا وایم چې تاسو په رېښتیا هم د قدرت ځای لرئ.»

امریکا متحده ایالاتو د تېر کال د کب میاشتې راهیسي، وروسته له دې چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب، د سولې په برخه کې د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد تورن کړ دا چې د سولې په خبرو کې کابل له دې خبرو لیري ساتي، امریکا ورسره اړیکې پرې کړې وې، خو اوس لیدل کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو چارو وزیر سره په ناسته کې شته دی.

له بلې خوا د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ افغانستان کې د دغه تړون پر شتون ټینګار کوي:«‎‎موږ افغانستان نه پرېږدو، خو که طالبان د مصالحې او تاوتریخوالیو کموالي لپاره هوډ او واقعي وړتلیا ولري، موږ افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کچې تنظیم لپاره چمتووالی لرو.»

له دې سره ولسمشر غني وايي لا هم د پاکستان لخوا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان لخوا د پام وړ عمل نه دی لیدلی او زیاتوي چې لا هم د طالبانو پټنځایونه یوه ستونزه ده چې باید ورته پام وشي.

ولسمشر غني همداراز ټینګار کوي چې د سولې لپاره د طالبانو ژمنه باید و ازمویل شي.

شریک یي کړئ