Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راپور: یوې اوونۍ کې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه

له قطره، د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د خبرو له ځایه، داسې خبرونه خپاره شوي  چې تېره ورځ(چهارشنبې د سلواغې په ۲۳مه نېټه) د دواړو خواوو استازو د سولې بهیر په اړه دولس ساعته ناسته درلوده .

اوس "سي ان ان" ټلویزیون د امریکا د دفاع وزارت د دوو چارواکو چې له دغو خبرو مالومات لري له قوله راپور ورکړی چې، امریکا غواړي له طالبانو سره د سولې هوکړه راتلونکې یوې اوونۍ په اوږدو کې لاسلیک کړي.

همداراز اجراییه رییس، عبدالله عبدالله چې نن یې د صبغت اله مجددي د تلین په اړه جوړه شوې ناسته کې خبرې کولې هیله څرګنده کړه دا چې د سولې بهیر کې پرمختګ، افغانستان یوه رښتیني اوربند او سولې ته ورسوي.

ښاغلي عبدالله په دې ناسته کې وویل:«هیلې رامنځته شوې دې؛ نشو ویلی چې ټول کارونه د حل کېدو په حال کې دي، خو موافقت شوی دی چې د جګړې  کچه ښکته شي، تاوتریخوالی کم شي او افغانستان کې سراسري اوربند ته زمینه برابره شي.»

د راپورونو له مخې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته به د طالبانو – حکومت او د افغانستان سیاستوالو ترمنځ خبرې پیل شي، خو تېره ورځ اجراییه ریاست وویل چې له طالبانو سره د حکومت پلاوی نه دی رامنځته شوی.

 خو په سولې بهیر کې د ملي اجماع جوړېدل، د هېواد د سیاستوالو له اصلي غوښتنو دي.

د ولسمشر د ملي امنیت پخوانی سلاکار، محمدامین اتمر وايي:«د طالبانو مرکچي پلاوی د کړنلارې لپاره د کوټې شورا ته مراجعه کوي، د اسلامي جمهوریت ډله به چېرې مراجعه کوي؟ موږ ملي مصالحې شورا ته اړتیا لرو.»

همداراز د پخواني ولسمشر مرستیال، محمدیونس قانوني په دې اړه وايي:«د نظام د ننه او بهر دې سیاسیون یوې اجماع ته لاسرسی ومومي او له یوه واحد صف سره له یوې روښانه طرحې سره دې خبرو کې ګډون وکړو.»

له دې سره سم، افغان حکومت هم، په سولې بهیر کې د سیاسي اجماع جوړېدو لپاره د لویې جرګې د جوړولو په لټه کې دی.

د ولسمشرویاند، صدیق صدیقي بیانوي:«د ملي اجماع تجدید لپاره، موږ یوه جرګه رابولو چې د خلکو استازي یو ځل بیا د دولت د سولې لارې نقشه تایید کړي.»

مخکې له دې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې هوکړه په مشروط ډول تایید کړې وه.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د سولې بهیر لپاره د یوې اجماع جوړېدو لپاره د لویې جرګې رابللو هڅې کوي

شریک یي کړئ