Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رحمت الله نبیل ځينې سفارتونه د ټاکنو بهیر کې پر لاسوهنې تورن وي

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل ځينې سفارتونه د ټاکنو بهیر کې په لاسوهنې تورن وي.

ښاغلی نبیل چې نن له غرمې وروسته (دوشنبې، د لړم په ۲۷مه) کابل کې یوې خبري ناسته کې خبرې کولې، ګواښ وکړ که‎چېرې د افغانستان خلک احساس کړي چې دغه سفارتونه د یوه مشخص نوماند په ګټه لاسوهنه کوي، د دغو سفارتونو په اړه هغه شک چې په دغه هېواد کې قانون مند نظام نه غواړي په یقین به بدل شي.

ولسمشرۍ ته نوماند رحمت الله نبیل وویل:«له بده مرغه کمېسیون د قوانینو او لوایحو پر خلاف بې پرې او پلويتوب کړی، په دوه غونډو کې چې د بېلابېلو ټاکنیزو ډلو تخینکي ډلو له کمېسیون سره لرلې د ټاکنیزو ډلو هېڅ ډول قناعت یې ترلاسه نه کړ او هڅه دا وه چې درغلۍ توجیه شي.»

د رایو د بیا شمېرلو له بهیر سره د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې له مخالفته وروسته اوس د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت ټاکنیزې ډلې هم دا بهیر تحریم کړ.

ښاغلی نبیل همدارنګه وايي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ځینو ټاکنیزو ډلو قانوني غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی او د تقلبي رایو د توجیه په لټه کې دی.

ښاغلی نبیل په دې اړه وايي:«ځينو نړیوالو موسساتو او حتا سفارتونو ته دا دی که چېرې دا ځل د افغانستان خلک احساس کړي چې تاسې یو ځل بیا د افغانستان په ټاکنو کې لاسوهنه کوئ یا هم د هغه او دغه په ګټه لاسوهنه وکړه، من وېره لرم چې دا ځل به یې شک په یقین بدل شي چې تاسې نه غواړئ افغانستان یو قوي او حاکمه نظام ولري.»

له بل خوا د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یو شمېر پلویان په یوه ناسته کې ګواښ کوي چې د تقلبي رایو په وړاندې به ودرېږي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غړی همایون همایون څرګندوي:«په دې باور وکړئ، چې د افغانستان د وېش لپاره توطیه روانه ده.»

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غړی حاجي دین محمد زیاتوي:«له بده مرغه ځينې چې کله د درغلۍ خبره کېږي رنګ یې زېړېږي.»

خو د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې یو شمېر پلویان په یوه ناسته کې د ټاکنو له کمېسیونه غواړي چې ژرتر ژره د انتخاباتو پایلې اعلان کړي.

د عدالت ګوند د سیاسي کمېټې رییس عبدالله همدرد وايي:«د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران هېڅکله اجازه نه لري، چې د یوه نوماند په ګټه د خلکو له رایو سره د خلکو اعتماد ته زیان ورسوي.»

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د رایو د بیا شمېرلو بهیر له پای ته رسېدو وروسته به د پایلو د اعلان نېټه له خلکو سره شریکه کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماند ځینې سفارتونه او بهرني سازمانونه د ټاکنو په بهیر کې په لاسوهنې تورنوي او په هېواد کې د یوه خطرناک کړکیچ د رامنځته کېدو په اړه انديښمن دی.

شریک یي کړئ