Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رسنیو ته د امنیتي بنسټونو پر نه ځواب وینې د خبریالانو نیوکې

خبریالان او له رسنیو ملاتړي بنسټونه پر امنیتي بنسټونو نیوکه کوي چې په وروستیو ورځو کې د پېښو په اړه هېڅ ځواب نه ورکوي.

 یو شمېر خبریالان وایي چې د امنیتي ادارو په تېره بیا د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو دغې چوپتیا د اطلاع رسونې چاره له ننګونو سره مخ کړې ده.
          
خبریال حامد مایار وايي:«دغه ویاندویان د اطلاعاتو د ورکولو پر مهال داسې دلایل وايي چې د خبریال په توګه موږ ته د خندا وړ دي.»

بل خبریال علي جواد اضغري هم زیاتوي:«حکومت په مرکز او ولایتونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ حق محدود کړی او کابو شپږ ورځې کېږي چې امنیتي ځواکونه موږ ته اطلاعات نه راکوي.»

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې ادارې رسنیو ته د معلوماتو په ورکولو کې د امنیتي ادارو پر بې پروایۍ نېوکه کوي.

دوی له حکومته غواړي چې د بیان د آزادۍ او معلوماتو ورکولو په برخه کې له خبریالانو سره پر خپلو کړو ژمنو ودرېږي.
      
د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې رییس مجیب خلوتګر څرګندوي:«هر کله چې اطلاعاتو ته لاسرسۍ محدود شي، د بیان ازادي زیان ويني. له بده مرغه د افغانستان حکومت اطلاعاتو ته لاسرسي او د بیان ازادۍ ملي او نړیوالو ژمنو پر بنسټ کار نه کوي.»

معلوماتو ته د لاسرسي د کمېسیون رییس عین الدین بهادري هم وايي:«په هر بنسټ کې چې اطلاعاتو ته لاسرسۍ محدود کېږي، هلته شونې ده خرابې پېښې رامنځته شي او یا هم د رامنځته کېدو په حال کې وي.»

بل خوا د کورنیو چارو وزارت وایي چې د امنیتي ادارو له لوري د اطلاع رسونې د ښه والي لپاره یوه طرحه وروستۍ شوې ده.
          
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وویل:«په اطلاع رسونې کې هېڅ ډول محدودیت نه دی رامنځته شوی او موږ په تېرو څلورو ورځو کې پر یوه نوي پروګرام کار کړی چې ډېر ژر به موږ د خپلې اطلاع رسونې عادي بهیر ته دوام ورکړو.»

رسنیو ته د معلوماتو ورکول د حکومت یوه له ژمنو ګڼل کېږي، خو لېدل کېږي چې په وروستیو اوونیو کې خبریالان په بېلابېلو برخو کې معلوماتو ته د نه لاسرسي له ستونزې سره مخ کېږي. خبریالان مسوولې ادارې د معلوماتو ورکولو په برخه کې په بې پروایۍ تورنوي.

خبریالان وایي چې د امنیتي ادارو په تېره بیا د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو دغې چوپتیا د اطلاع رسونې چاره له ننګونو سره مخ کړې ده.

شریک یي کړئ