Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روسیه او قطر په همغږۍ سره د افغان سولې لپاره کار کوي

په داسې حال کې چې د قطر پلازمېنه دوحه د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو کوربه ده، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون (دوشنبې د کب ۱۳ مه) دغه ښار ته ورسېد.

ښاغلی لاوروف له قطري چارواکو سره د لیدو پر مهال د قطر او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو، نړیوالو مسایلو او همدارنګه د افغان سولې خبرو اترو په اړه بحث کړی دی.

له بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي مسکو له طالبانو سره د امریکا خبرې څاري او د افغانستان د سولې له بهیر سره یې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د همکارۍ د جلبولو لپاره هڅې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دې اړه زیاته کړه:«په تېرو وختونو کې زموږ امریکایي همکارانو موږ د ملګروملتو سازمان د امنیت شورا له پرېکړو په سرغړونې تورن کړي وو، خو هرڅوک پوهېږي چې اوس امریکا په خپله له طالبانو سره خبرې کوي، اوس د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی په منظمه توګه زما له مرستیال سره ګوري او ښه تماسونه لرو، دا ډېر ګټور دي چې د دښمنۍ پرځای همکاري وکړو.»

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ اوسنیو خبرو ته په اشارې سره وايي د افغانستان جګړه یوازې له سوله‎يیزې لارې پای ته رسېدای شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني په دې اړه وویل:«موږ له روسیې سره هم په افغانستان کې خبرې کوو ځکه موږ یو ځانګړی استازی او د اړیکو څانګه لرو، موږ له ټولو هغو لوریو چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت غوښتونکي دي غواړو په دې اړه کار وکړي.»

له دې مخکې مسکو ویلي و چې امریکا د افغانستان په جګړه کې ناکامه شوې او باید له دې هېواده د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

وزیرخارجۀ روسیه می‌گوید که گفت وگوهای امریکا را با طالبان در قطر نظارت می‌کند و دیدارهای منظمی با زلمی خلیل‌زاد داشته‌است.

شریک یي کړئ