د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې د کرونا ویروس خپرېدو سره او پر روغتیايي مرکزونو بریدونه لامل شوي چې میلیونونه افغانان روغتیايي اسانتیاوو ته کم لاسرسی ولري او یا هم د ډېرو کسانو لاسرسی پرې شوی دی.
په افغانستان کې د آی سي آر سي د مرکزي نمایندګۍ مشر، خوان پیډرو سکاریر، وایي:«په افغانستان کې وروستي کړکیچ زموږ جدي اندیښنه پارولې ده. وروسته له هغې چې د تاوتریخوالي د کمیدو له امله په فبروري او مارچ میاشتو کې یو څه امیدواري منځ ته راغله، موږ بیا د تاوتریخوالي شاهدان یو. د ملکي وګړو د تلفاتو شمېر مخ په زیاتیدو دی؛ پداسې حال کې چې دغه هیواد له کوویډ ۱۹ سره هم په مبارزې لګیا دی.»
د سره صلیب په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغه بنسټ تر پوښښ لاندې کندهار کې حوزوي روغتون ظرفیت د کرونا ویروس سره د مبارزې پر مهال ښکته شوی دی.
د میرویس روغتون په پروژه کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مدیر، ایرین اوکانر څرګندوي:«موږ په تدارکاتو کې د اختلال له ستونزو سره مخ کیږو چې آی سي آر سي پدغه برخه کې مرسته کولای شي، خو د کوویډ د خپریدو پر مهال د خلکو اړ ایستل چې وینه ورکړي لا ستونزمن کار دی.»
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې ده چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ژمن ووسي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل دشت برچې سیمه کې پر زیږنتون له برید وروسته د بې پولې ډاکټران دغه روغتون فعالیتونه درولي دي.