Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روغتیا وزارت:هېواد کې دوه نیم مېلیونه تنه په نشه یي توکو روږدي دي

د عامې روغتیا وزارت چارواکي په هېواد کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د زیاتوالي له امله اندېښنه څرګندوي.

د دغو چارواکو په وینا، دم ګړی په هېواد کې کابو دوه مېلیونه او ۵۰۰ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان شتون لري. 

د عامې روغتیا وزارت چارواکي، د روږدو کسانو د درملنې لپاره د روغتیايي مرکزونو نشتون او همدارنګه نشه يي توکو ته په اسانه لاسرسی په نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر زیاتوالي لاملونه ګڼي.

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي توکو د تقاضا د کمولو څانګې مسلکي مرستیال شکور حیدري په دې اړه وايي:«یوه ننګونه ده چې باید د دولت په لومړیتوب کې وي او ډېر ښې تابیاوې ورته ونیسي او د نړۍ تجربه باید ولېږدول شي او د دې مخه ونیسي.»

ورته مهال په نشه يي توکو ځينې روږدي کسان وايي چې د خپلې وړتیا وړ نشه يي توکي ډېر په اسانۍ ترلاسه کوي.

اته ویشت کلن علي رضا له نوې ځوانۍ په نشه يي توکو روږدي شوی او وایي کله چې ۱۳ کلن و په ایران کې په نشه يي توکو اخته شو.

هغه وايي نشه يي توکو ته په مخه کولو پښېمانه دی خو اوس په دغو توګو روږدی دی او په اسانۍ یې نه شي پرېښودلای.

په نشه يي توکو روږدي علي رضا وویل:«هوا ډېره سړه ده. د شپې د پله لاندې یم. د تګ لپاره ځای نه لرم. زما ټوله کورنۍ ایران کې ده.»

په نشه يي توکو روږدي نوروز هم وايي:«د درملنې لپاره زه ولاړم نه. هرځل چې ماموران راغلل وتښتېدم؛ ځکه چې خراب معرفي کوي؛ وايي چې په روغتون کې هم ډوډۍ نشته.»

کابل ښاریان وايي په لارو او کوڅو کې د روږدو کسانو له ګرځېدو تر پوزې راغلي دي.

د کابل اوسېدونکی  محمد حسین څرګندوي:«یوځل یو شی پټوي او بل وار بیا بل شی. خلک شکایت کوي او له هغوی ناارامه دي.»

د کابل بل اوسېدونکی منصور احمد هم زیاته کړه:«دولت باید هغو کسانو ته چې د نشه يي توکو تجارت کوي، جدي چلند وکړي.»

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې په هېواد کې کابو دوه میلیونه او ۵۰۰ زره ښځې او نارینه نشه يي توکي کاروي.

مسؤولان وزارت صحت عامه، نبود درمانگاه‌ها برای درمان معتادان و نیز دسترسی آسان متعادان به موادمخدر را علت‌های افزایش معتادان مواد مخدر می‌دانند.

شریک یي کړئ