Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رولاغني: شونې ده چې د امریکايي پوهنتون استادان ازاد نه شي

د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني وايي، چې د وعده خلافیو په دلیل، د افغانستان - امریکايي پوهنتون استادان چې ټاکل شوې وه د انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید د ازادېدو په بدل کې خوشي کړای شي، شونې ده چې ازاد نه شي.

رولاغني چې تېره ورځ ماښام (پنجشنبې د لړم په ۲۳مه) د امریکا د سولې په انسټېټیوټ کې وینا کوله، زیاته کړه یوه لوري د بندیانو د ازادېدو پر ژمنې عمل ونه کړ.

اغلې غني په دې اړه زیاته کړه:«وضعیت ډېر پېچلی دی. اوسنی وضعیت ساده نه دی. لکه څرنګه یې چې وویل دا کار یعنې د بندیانو تبادله ترسره نه شوه. ډاډه نه یم چې دا کار ولې ونه شو، خو ښايي یوه لوري پر خپلو ژمنو عمل نه وي کړی او له بده مرغه امریکايي استادان به ازاد نه شي.»

د حقاني شبکې دغه درې مهم غړي چې کلونه د افغانستان په بګرام کې بندیان وو، څلور ورځې مخکې د ولسمشر غني له فرمان سره په مشروطه توګه د ازاېدو فرمان صادر کړ.

ولسمشر غني په یوې بیانیه کې «ملت ته په خطاب کې» وویل چې د حقاني شبکې دغه درې غړي چې ټاکل شوې له امریکايي استادانو سره د تبادلې له امله په مشروطه توګه ازاد شي.

دغه دوه استادان په ۲۰۱۶ کال کې هغه مهال کله چې کابل کې له پوهنتونه وتل وتښتول شول. سرچینې وايي چې دغه دوه استادان اوس هم په پاکستان کې له حقاني شبکې سره دي.

تېره ورځ سرچینې طلوع نیوز ته وویل چې انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید بېرته د بګرام زندان ته ولېږدول شول. د سرچینې په وینا، دوی قطر ته وړل شوي وو څو له امریکايي استادانو سره تبادله شي، خو د ځينو دلایلو له امله بېرته راستانه کړل شوي دي.

اغلې رولا غني د امریکا د سولې انسټیټوټ کې په د خپلې وینا په بله برخه کې وايي چې طالبان د حکومت د یوه نظام د جوړولو په هڅه کې دي چې د هغې په وینا د حکومتوالۍ تر ټولو بد نظام دی.

د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني څرګنده کړه:«زه د سولې داسې بهیر چې د طالبانو په امارت پای ته ورسېږي نه وینم . فکر کوم چې دا ډېری خلکو ته روښانه ده چې غواړو طالبان په افغانستان کې په سوکالۍ سره ژوند وکړي خو زه نه غواړم چې هغوی خپل بارونه پر موږ وتپي. هغوی یعنې طالبان حق لري خپل باورونه ولري؛ خو پر موږ د خپلو باورونو د تحمیل کولو حق نه لري.»

مېرمن غني په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پرمختګونو  خبره کوي او زیاتوي چې که څه هم  په افغانستان کې ننګونې لاهم پر خپل ځای دي خو د دې په وینا افغانستان به بالاخره د ژوندانه لپاره پر یوه ښه ځای بدل شي.

اغلې غني زیاته کړه:«افغانستان د پرمختګ په حال کې دی؛ ډاډه یم چې ډېر څه ته اړتیا ده چې باید وشي. خو دا هېواد پر ښه لوري د پرمختګ په حال کې دی او بالاخره به د ژوندانه لپاره په یوه امن ځای بدل شي او له همدې امله ده چې زه وایم په افغانستان کې به د هېچا قرباني بې ځایه ولاړه نه شي.»

رولا غني طالبان د حکومتوالۍ د یوه داسې نظام د جوړولو په هڅو تورنوي چې د نومړې په وینا د حکومتوالۍ تر ټولو بد نظام دی. د نوموړې په وینا په دغه راز نظام کې د مذاکرې او مفاهمې لپاره ځای نشته.

رولا غني په دې بارو ده چې یو له هغو لاملونو چې افغانستان شاته نه ستنېږي؛ دا دی چې په اقتصادي، مالي، ټولنیزو او قانوني برخو کې نوښتونه د افغانانو په لاس کې دي او ان د سولې بهیر د افغانانو په مشرۍ او مالکیت پرمخ ځي.

هغه وایي چې د سولې په بهیر کې د ښځو غږ هم اورېدل کېږي او په دې برخه کې له پنځلس زره مېرمنو سره سلامشورې شوې دي.

تېره ورځ سرچینې طلوع نیوز ته وویل چې انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید بېرته د بګرام زندان ته ولېږدول شول.

شریک یي کړئ