Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رویټرز: امریکا افغانستان سره خپلې یو میلیارډ ډالر مرسته نه وه پرې

رویټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې امریکا متحده ایالاتو هغه مرستې چې ټاکل شوې وه، له افغانستان سره پرې کړې، نه دي پرې کړې.

په داسې حال کې چې د امریکا متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو دروان زیږدیز کال د مارچ په ۲۳ مه نېټه کابل ته راغی څو د ولسمشر غني اوعبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي جوړجاړی وکړي، خو دا هڅه یې پې پایلې وه.

پومپیو کابل ته له خپل سفره وروسته وویل چې له خپلو هڅو نا هېلي شوی او امریکا ګواښ وکړ چې که غني او عبدالله خپل منځ کې ستونزې هوارې نکړي، نو دوی به له افغانستان سره به خپلې یو میلیارډ ډالره مرستې بندې کړې.

ولسمشر غني او عبدالله عبدالله څو ورځې مخکې سره سیاسي هوکړه لاسلیک کړه او ترمنځ یې ستونزې له ټاکنو راپورته شوې وبللې.

سرچینو ویلي دي چې ټاکل شوې وه یو میلیارډ ډالره د افغانستان د امنیتي ځواکونو له بودجې قطع شي.

رویټرز د دغو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د امریکا دفاع وزارت د دغو مرستو پرې کولو ته لېوالتیا نلري او د امریکا دفاع وزیر هم په دې تړاو خپله تګلاره نه ده وړاندې کړې.

د امریکا دفاع وزارت په دې تړاو څه نه دي ویلي.

رویټرز د دغو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د امریکا دفاع وزارت د دغو مرستو پرې کولو ته لېوالتیا نلري

شریک یي کړئ