Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ:حکومت په ۲۰۱۶کال کې دبشري حقونو دښه‎والي په برخه کې ناکام وه

د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ د ۲۷ رپوټ پر بنسټ،افغان حکومت په ۲۰۱۶زیږدیز کال کې د بشري حقونو د ښه‎والي په برخه کې هېڅ د پام وړ لاسته راوړنه نه ده لرلې.

د بشري حقونو د څار بنسټ د یوه رپوټ په خپرولو سره وایي چې په حکومت کې د سیاسي سیالانو ترمنځ اختلافونه او د سیاسي ارادې نشتون په هېواد کې د تېرو ۱۵ کالونو لاس ته راوړنې د له‎منځه تلو له ګواښ سره مخ کړي دي.

د بشري حقونو د څار د نړیوال بنسټ لوړپوړی څېړونکی په افغانستان کې د حکومت پر خپل منځيو اختلافونو نیوکه کوي او ګواښ کوي که‎چېرې حکومت د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره له ځنډ څخه پرته لاس په کار نه‎شي او د اصلاحات رامنځته نه کړي،نو د تېرو ۱۵ کلونو لاسته راوړنې به د له‎منځه تلو له ګواښ سره مخ شي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې په افغانستان کې اته زره ملکي ګړي مړه او ژوبل شوي دي.

په خبریالانو بریدونه او له ترهګرو ډلو د یو شمېر مشهور څېرو ملاتړ په دغې راپور کې نوری اندېښني دي.

په دې ۶۸۷ مخیز راپور کې راغلي چې په دې کال کې اته زره ملکیان په افغانستان کې مړه او ټپیان شوي دي، د دغو وژنو ډېره برخه د ارپکو لخوا شوې.

د دغه بنسټ د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د رپوټ په بنسټ د جګړو له امله زرګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون اجرائيه رییس موسي محمودي وايي:«په سیاستونو او امنیتي تابیاوو کې د ولسي وګړو ځان او مال باید په لومړيتوب کې وي؛هغه څه چې له بده مرغه تراوسه ورته پاملرنه نه ده کړئ.دغه کار باید په هر اړخیزه توګه بیا وکتل شي.»

د دغه رپوټ په یوې برخه کې راغلي چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې په سیاسي کسانو پورې تړلو کسانو د ولسي پاڅونکووکو په نوم په وژنو، تېري او غلاو لاس پوری کړی دی.

د خبریالانو د مرګ ژوبلې شمېرې

 په دغه رپوټ کې راغلي چې ۲۰۱۶ زیږدیزال د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو، د دغه کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۱۲ خبریالان ووژل شول، د دغه رپوټ پر بنسټ دولت پلوه ډلې او طالبان د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالیو مسؤول بلل شوي دي. په دې کال کې د خبریالانوپه وړاندې د حکومت هېڅ ژمنه هم نه ده عملي شوې.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی رییس مجیب الله خلوت‎ګر وايي:«له بده مرغه موږ په هېڅ برخه کې د حکومت د داسې کړنې شاهد نه یوو چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او یا هم پر هغوی د بریدونو د کموالي لامل شي.»

له ښځوونځيو څخه د مورچلو جوړول

 په دې دغه رپوټ کې همداراز له ښوونځیو څخه د سنګرونو په توګه د سیمه‎يیزو ځواکونو لخوا په کار اخیستو هم نیوکه شوې ده. او ټینګار شوی چې افغان حکومت باید د ترهګرو د برید په پلمه د وګړو آزادي او حقونه سلب نه‎کړي.

 د حکومت ځواب

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي:«به عدلي او قضايي برخه کې بنسټیز اصلاحات رامنځته شوي او د افغانستان له بند خونو څخه هره اړخیزه څارنه شوې.د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې د پام وړ کموالی لیدل کېږي.اوس د نړیوالو ځواکونو ترمنځ هم یوه ډېره ښه همغږي رامنځته شوې ده.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه