Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ: مېلیونه لېټره تېل د مالیې له ورکړې پرته هېواد ته وارد شوي

د ولسې جرګې څېړونکی پلاوی وایي، شاوخوا ۳۰ شرکتونه د بهرنیو ځواکونو په نوم د مالیې له ورکړې پرته په مېلیونونه لېټره تېل هېواد ته وارد کړي او اوس هم دغه لړۍ دوام لري.

دغه پلاوی زیاتوي، د تېلو دغه وارد کوونکي شرکتونو له ۱۳۹۰ څخه تر ۱۳۹۴ کلونو پورې په مېلیاردو افغانۍ د حکومت عواېدو ته زیان رسولی دی.

د ولسي جرګې د پلاوي غړي په خپله شپږ میاشتنۍ څېړنه کې دې پایلې ته رسېدلي چې د تېلو نهو وارد کوونکو شرکتونو ۲۲۲ مېلیارده افغانۍ مالیه نه ده ورکړې.

د ولسي جرګې د څېړنې پلاوي مشر وايي، له شپږو میاشتو څېړنو وروسته دوی په ډاګه کړه چې نهو شرکتونو خپله ۲۲۲ مېلیارده افغانۍ مالیه نه‎ده ورکړې.

خو ۱۷ نورو شرکتونو بیا دغه څېړنیز پلاوي ته هېڅ ځواب نه دی ورکړی او د شپږو نورو شرکتونو دغه پلاوي ته قناعت کوونکی ځواب نه‎دی ورکړی.

د پلاوي مشر وايي، دغه شرکتونه نړیوالو ته د تېلو چمتو کولو په پلمه مېلیونونه لېټره تېل هېواد ته را وارد کړي دي او له دې تېلو څخه يي ډېر په بازارونو کې پېرلي دي.

د ولسي جرګې د څېړونکي پلاوي مشر عبدالقادر ځاځۍ وطن دوست په دې اړه وویل:«خدای دې وکړي چې د مالیې وزارت او حکومت د افغانستان د خلکو دا پانګه چې هغوی وړې بېرته د هېواد په عوایدو کې داخله کړي.»

د دغو شرکتونو خاوندان د ولسي جرګې لخوا لوی څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي څرګنده کړه:«رپوټ رایې ته اېږدو هغه کسان چې له دغه رپوټ سره موافق دي شنه کارتونه او هغه کسان چې مخالف دي سره کارټونه. دا رپوټ تصویب شو بیا یې لویې څارنوالۍ ته استوو.»

د ولسي جرګې بل غړي عارف رحماني هم وویل:«لویه څارنوالۍ په خپله څارنې ته اړتیا لري تاسې لېوه ته غوښه مه اچوئ.»

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، چې له دغو شرکتونو یو شمېر يي په حکومت کې دننه او بېرون له مافیايي کړیو سره په هملاسۍ کې د مالیاتو له ورکړې پرته د تېلو وارداتوته دوام ورکوي.

د ولسي جرګې بل غړی رمضان بشردوست هم زیاتوي:«د دغه رپوټ اورېدل واقعاً وحشت ناک دی په هغه هېواد کې چې خلک یې وږي دي او څه باندې ۳۲ مېلیونه ډالره تښتول شوي دي.»

د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیم‎زی وايي:«هر کله چې د پارلمان رپوټ له موږ سره شریک شي موږ د دغه رپوټ ټولې برخې مطالعه کوو.»

شاوخوا ۱۵ کاله مخکې افغان حکومت له نړیوالو ځواکونو سره هوکړې ته رسېدلي وو چې دغو ځواکونو ته د اړتیا وړ تېل باید د مالیې له ورکړې پرته افغانستان ته وارد شي.

شریک یي کړئ