کندهار او زابل کې د چاودنو له کبله ۳ ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰نور ټپیان دي.
د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د یاد ولایت په میزان ولسوالۍ کې نن سهار (چهارشنبې د لړم په ۸مه نېټه) دریو ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړ او درې نور ټپيان شول.
د یاد ولایت امنیه قومندان، نجیب الله سرتېری څرګندوي، پېښه په داسې حال کې شوې چې د ملکي کسانو موټر د سرک غاړې له ماین سره برابر شو.
همداراز په کندهار کې د موټر سایکل بم چاودنې له کبله نن د دوو ښځو په ګډون اووه تنه ټپیان شول.
د سپين بولدک ولسوالۍ د امنیه قومندانی ویاند، جمال ناصر بارکزی وايي پېښه په موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله شوې ده.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.