Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زابل کې د طالبانو برید د تاوتریخوالي دوام ته د دغې ډلې ژمنتیا ښيي

ولسمشرۍ ماڼۍ زابل کې پر امنیتي ځواکونو برید غندي او وايي چې «د طالبانو د بریدونو دوام د تاوتریخوالي او د سولې له بهیر سره د مخالفت دوام لپاره د دغې ډلې د ژمنتیا څرګندويي کوي.»

ملي دفاع وزارت وايي چې په زابل ولایت کې د طالبانو په برید کې ۱۱ ته د ملي پوځ او شپږ هم د ملي پولیسو ځواکونه شهیدان شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، دغه برید د جمعې په ورځ (د وري په لومړۍ) د طالبانو د نفوذي کسانو په همکارۍ پر یوې امنیتي پوستې شوی دی.

د هېواد په سوېل زابل ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې د پولیسو او ملي پوځ ځواکونو پر ګډې پوستې د بریدګرو د برید په پایله کې لږ تر لږه ۲۵ تنه ځواکونه وژل شوي دي.

د دغو چارواکو په وینا، په دغه برید کې کابو شپږ یا اته تنه د پولیسو ځواکونه له بریدګرو سره هملاسه شوي دي.

د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حق بیان وايي چې دغه برید طالبانو کړی دی.

د هغه په وینا، په دغه برید کې کابو شل تنه د ملي پوځ او پولیسو ځواکونه وژل شوي دي.

سرچینې همدارنګه وايي چې اته دولتي ځواکونه چې د طالبانو نفوذیان وو له خپلو وسلو سره له دغې ډلې سره یوځای شوي دي. 

شریک یي کړئ