Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زلمی خلیل‌زاد تر ټاکنو وړاندې یوې پایلې ته په تمه دی

د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړ استازی ډاکټر زلمی خلیل‌زاد له دویم سفر نه کابل ته را وګرځيد.

هغه له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، هیله لري چې د ولسمشریزو ټاکنو تر را رسېدو وړاندې له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې یوې پایلې ته ورسېږي. 

ښاغلی خلیل‌زاد چې تېره اوونۍ عربي متحده اماراتو او بیا قطر ته لاړ، له طالب استازو سره هم لیدلي او زیاتوي چې «هیله‌من» او «محتاطانه خوشبین» دی. 

هغه زیاته کړې په افغانستان کې له سولې دا هیله لري چې هیڅ ډله به نړیوالې ټولنې ته ګواښ نه وي. 

خلیل‌زاد دا هم وویل چې امکان لري طالبان د خبرو اترو په پلاوی کې یو څه بدلون راولي او په وینا يې طالبان باید له دې فرصته ګټه واخلي. 

تېره ورځ د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق دا هم وویل چې زلمي خلیل‌زاد د طالبانو د مشر له مرستیال مولوي محمد یعقوب سره هم کتلي دي، خو طالبانو يې د خبرپاڼې په خپرولو سره دا څرګندونې رد کړې. 

وړاندې تر دې رویټرز په یوه راپور کې لیکلي و، چې سپینه ماڼۍ د افغان سولې په خاطر د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ په اړه غور کوي.  
 
شریک یي کړئ