یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي د امن او عامه نظم پخوانی قومندان زمری پیکان چې د فساد په جرم محکوم و، نن سهار (یکشنبې، د وږي ۲مه) د امنیتي ځواکونو له خوا په کابل کې ونیول شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د ښاغلي پیکان د نیول کېدو پخلی کوي، خو په دې اړه جزییات نه ورکوي.
له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې کابو درې کاله مخکې پیکان یې له خپلې دندې د ناوړه استفادې او همدارنګه د پولیسو د یوه افسر د وژلو له امله په اته کاله او شپږ میاشتو بند محکوم کړی دی.
کابو نهه میاشتې مخکې ولسمشر غني له فساد سره د مبارزې په کلنۍ غونډه کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود انداربي ته حکم وکړ چې پيکان ونیسي.
هغه په دغې غونډه کې ویلي و:«د کورنیو چارو وزیر صاحب! تاسو ته امر دی ډېر ژر باید عملي شي. موږ د دې زغم نه لرو چې عدلي او قضايي مرکز امر وکړي او اجرا نه شي.»