Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زه یو چلوونکی یم؛ د موټر چلوونکو له خوا د ښځو ځورولو پر ضد کمپاین

د «زه یو چلوونکی یم»په نوم، په واټونو په ځانګړې توګه کابل ښار کې د موټر چلوونکو له خوا د ښځو د ځورولو پر ضد کمپاین پيل شوی دی.

دغه درې ورځنی کمپاین، نن جمعه (د لیندۍ په ۲۲مه) کابل کې د «افغانستان موج تحول» له خوا پیل شو. 

د کابل ښار په دغه برخه کې یو شمېر نجونې او هلکان (زه یو چلوونکی یم، په خپل موټر کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي ته اجازه نه ورکوم) په څېر شعارونو په لګولو سره د تاوتریخوالي د کمښت لپاره هڅې کوي.

د افغانستان د موج تحول بهیر مشره فوزیه کوفي وايي:«د قوانینو جوړښت د ستونزو یوه برخه حلوي، خو د قانون عملي کول مهمه مسله ده چې له بده مرغه درناوی یې نه دی شوی او جدي نه ده شمېرل شوې - په ځانګړې توګه هغه قوانین چې د ښځو او ماشومانو د ملاتړ اړوند دي.»

د کابل اوسېدونکې سبزه بهار وویل:«شخصاً زه په خپله له ستونزو سره مخ یم. یوه بله اصلي ستونزه دا ده کله چې یوه مېرمن د موټر په مخکنۍ څوکۍ کې کېني باید د دوه تنو کرایه ورکړي.»

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی، تل یوه جدي او بحث پارونکې موضوع ده چې د ښځو د حقونو مدافع بنسټونه په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. 

د کابل اوسېدونکې پژوهش څرګندوي:«دا کولای شي اغېزناکه وي پر چلوونکو، پر واټ ډېری ځورونې د چلوونکو له لوري وي.»

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د یوه رپوټ له مخې، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د تېر کال په پرتله څه د پاسه اته سلنه زیات شوی او کابو ۹۷ سلنه دغه تاوتریخوالي په کورونو کې ثبت شوي دي.

د یو شمېر موټر چلوونکو لخوا په تېره بیا په ښارونو کې د ښځو د ځورونې په وړاندې د مبارزې درې ورځنی کمپاین نن کابل کې د«افغانستان موج تحول»له خوا پیل شو.

شریک یي کړئ