Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ستانکزی: جاپان به د امریکايي ځواکونو د وتلو یو له تضمینوونکو وي

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی شېرمحمد عباس ستانکزی له یوې جاپانۍ رسنۍ سره په مرکه کې وايي اروپايي او اسیايي هېوادونه په ځانګړې توګه جاپان به د سولې له هوکړې وروسته له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره تضمینوونکي وي.

د طالبانو دغه لوړپوړي غړي څرګنده کړه:«د هغې طرحې له مخې چې موږ به یې په هکله موافقه وکړو، د تضمینوونکو په مخکې به یو هوکړه‎لیک لاسلیک شي، هیله‎من یم چې مشهور ارپايي او اسیايي هېوادونه د دې هوکړې ضمینوونکي وي، په دې اړه به ټول لوري تصمیم ونیسي، جاپان یو مهم هېواد دی او کېدای شي د تضمینوونکو په ډله کې وي.»

شېرمحمد عباس ستانکزي ټینګار کړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره به، طالبان له واشنګټن سره د هوکړه‎لیک مادې عملي کړي.

ستانکزي د خپلې وینا په بله برخه کې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د حضور په صورت کې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ترسراوی د طالبانو لپاره ناقانونه او د منلو وړ نه دي.

هغه امریکې ته ګواښ وکړ که‎چېرې دغه ټاکنې د سولې له هوکړې مخکې ترسره شي، طالبان به په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو برید وکړ.

هغه زیاتوي:«د بهرنیو ځواکونو تر ښکېلاک لاندې د هر ډول ټاکنو ترسراوی، ناقانوني ده؛ او موږ نه شو کولای هغه ومنو.»

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو یو بنسټيز شرط دی. 

خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او همدارنګه د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له دې مخکې ویلي چې هغوی په افغانستان کې د سولې د هوکړې په لټه کې دي نه د ځواکونو د وتلو په لټه کې.

تمه کېږي چې چین ته د خلیلزاد له سفر او په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره له سلامشورو وروسته یو ځل بیا په قطر کې له طالبانو سره خبرې پيل کړي دي.

له دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ټاکل شوې په ناروې، چین او قزاقستان کې هم د افغانستان د سولې په هکله ناستې ترسره شي.

ستانکزي ټینګار کوي له هغې وروسته چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر پيل کړي، طالبان به له واشنګټن سره د موافقې متن عملي کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه