Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ستانکزی وايي که قانون تطبیق نه‌شي، دنده به پرېږدي

په هېواد کې د وروستیو نا امنیو په تړاو مشرانو جرګې نن (سه شنبه، د لېندۍ ۶مه) امنیتي چارواکي د ځواب ورکولو لپاره ور غوښتي و. 

په دې غونډه کې د هېواد د وروستیو نا امنیو په تړاو د پوښتنو تر څنګ د قومندان علي‌پور نیول کېدل او بېرته خوشي کېدل هم یوه ګرمه موضوع وه. 

د مشرانو جرګې غړي فضل‌ هادي مسلمیار د هغه د بیا نیول کېدو غوښتنه وکړه او ويې ویل: «که علي‌پور بیا زندان ته لاړ نه‌شي، نو د دې مجلس غوښتنه دا ده چې جنرال معین خان، جنرال قریشي، قیصاري او سرجنګ امیري دې هم بې ځنډه خوشي شي.»

د ملي امنیت عمومی رییس معصوم ستانکزی هم علي‌پور پر ناقانونه کړنو تورن بولي او ټینګار کوي چې قانون باید تطبیق شي، په خبره يې که دا ډول «دوه مخ توب» وي نو دنده به خوشي کړي. 

ستانکزي زیاته کړه: «که قانون تطبیق نه شي، نو په بې قانوني کې د دې دندې ترسره کول به دا مانا ولري چې ځان بې عزته کوو او زه حاضر نه یم چې په داسې دوه مخي حالت کې، چې عدالت نه وي دنده ترسره کړم.»

قومندان علي‌پور چې په قومندان شمشیر هم مشهور دی، دوه ورځې وړاندې په کابل کې د ملي امنیت له لوري ونیول شو، پر هغه تور دی چې ناقانونه وسله‌وال لري، خو تېره ورځ بېرته د دویم مرستیال سرور دانش په تضمین خوشي شو.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، هغه د قانون ماتونې او باج‌ګیرۍ په تور نیول شوی و: «تورونه دا دي چې د میدان وردګ څخه د جلریز او بامیانو په لوري لار کې درې څلور د پیسو اخیستلو مسئلې وې، د خلکو د موټرو درول او له قرارادي شرکتونو اخیستل.»

عبدالغني علي‌پور د علي محمد زوی درې کاله وړاندې د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د هزاره او ځايي کوچیانو تر منځ ناندریو کې وسلې ته لاس کړ. 

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې هغه تر درې سوه پورې وسله‌وال وموندل او په سیمه کې يې پر خپل سر فعالیت پیل کړ.

هغه له خوشي کېدو وروسته یو ژمنه‌لیک هم خپور کړ، چې پکې يې اته ژمنې کړې دي او ويلي يې دي چې حاضر دی یا دولت ته ټول تجهیزات وسپاري او یا هم د حکومت په چوکاټ کې فعالیت وکړي. 

طلوع نیوز ته رارسیدلي ژمنه‌لیک کې راغلي دي چې نوموړی به پر ده د لګېدلو  تورنو د څېړلو تر پایه په کابل کې پاتې کېږي او ژمنه یي کړې چې حاضر دی پر ځان لګېدلو ټولو تورونو ته ځواب ووايي.

په دې لیک کې همدا راز راغلي چې چمتو دی خپل ټول پوځي تجهیزات په رسمي توګه دولت ته وسپاري.

د دې هوکړې په یوه بله برخه کې راغلي چې نوموړی به تر هغه وخته د خلکو په غونډو او جلسو کې نه حاضرېږي چې تر څو پرې د لګېدلو تورونو سپېناوی نه وي شوی او همدا ډول به د خلکو له احساساتو ناوړه ګټه نه اخلي.

د مشرانو جرګې په دې مجلس کې د هېواد پر امنیتي وضعیت د خبرو پر مهال هم سناتورانو حالات اندېښمنوونکي وبلل. 

د مشرانو جرګې غړي هاشم الکوزي وویل، چې حالات مخ پر خرابېدو روان دي: «د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې جګړه روانه ده، ستونزې دي او د ډېرو سیمو ستونزې د خرابېدو خواته روانې دي.»

د ملي دفاع وزارت وزیر وايي چې د جګړې طریقه بدلوي او په دې ډول به د امنيتي ځواکونو تلفات هم کم شي. 

طارق شاه بهرامي وړاندې وویل: «دا په دوه منظوره اجرا کوو، یو دا چې زموږ جزوتامونه به د تعرض وړتیا پیدا کړي، دویم دا چې د تلفاتو کچه را ټیټه کړو.»

هغه د خوست پېښې اړوند وویل، چې یوه نفوذي پېښه وه او د څېړلو لپاره يې یو پلاوی تللی دی، چې تر اوسه يې په تړاو ۱۳ تنه نیول شوي دي. 

دا په داسې حال کې دی، چې تېره ورځ د فراه په جویند کې هم امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي و، چې مسوولین يې تر پوښتنې لاندې راوستل.
 
د ملي امنیت عمومی رییس معصوم ستانکزی علي‌پور پر ناقانونه کړنو تورن بولي او ټینګار کوي چې قانون باید تطبیق شي، په خبره يې که دا ډول «دوه مخ توب» وي نو دنده به خوشي کړي. 

شریک یي کړئ