Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سروبي ولسوالۍ کې چاودنې د پنځو کسانو ژوند واخیست

د کابل سروبي ولسوالۍ جګدلک کلي کې د سرک غاړې ماین چاودنې د ۵ تنو ژوند  اخیستی دی او ۱۱ نور یې ټپیان کړ يدي.

سیمه ییز چارواکي طلوع نیوز ته وايي چې پېښه نن(سې شنبې د چنګاښ په ۲۴مه نېټه) په داسې حال کې شوې چې یو سراچه ډوله موتر د سرک غاړې له ماین سره برابر شو.

چارواکي همداراز وايي چې د پېښې قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی. دا په داسې حال کې ده چې امنیتي مسوولین د سرک غاړې د ماین چاودنو مسوولیت تر ډېره پر طالبانو وراچوو، او وايي چې یاده ډله د افغان ځواکونو د نښه کولو په موخه د سرک غاړې ماینونه کاروي، او تر ډېره یې قربانیان ملکي خلک وي.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون  هېواد کې د ملکي وکړو مرګ ژوبلې په تړاو اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې یوازې تېره اوونۍ کې ۲۸ ملکي کسانو بیلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

له دې ډلې ۱۳ یې غزني، فاریاب او میدان وردګو کې وژل شوي وو او ۸ نور یې ټپیان شوي وو.

مخکې له دې د بشري حقونو  خپلواک کمېسیون هېواد کې د ملکي کسانو مرګ ژوبلې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه

شریک یي کړئ