Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سروردانش: د ښې ‎حکومتولۍ پر وړاندې فساد لوی خنډ دی

د ولسمشر دوهم مرستیال، سرور دانش چې شنبې(د تلې۱۵مه) مرکز او ولایتونو کې د حکومتي بنسټونو په اړه د مالوماتو لاسرسي ناسته کې یې خبرې کولې، د ښې حکومتولۍ پر وړاندې فساد خڼد وباله او زیاته یې کړه چې لا هم په هېواد کې د مالوماتو روسولو په برخه کې ستونزې شته.

نوموړي زیاته کړه:«د افغانستان په څېر هېواد کې له بده مرغه چې اداري فساد مهم کړکېچ دی د ښې حکومتولي پر وړاندې، مالوماتو ته لاسرسۍ کولی شي چې له فساد سره د مبارزې ښه لار وي.»

په همدې حال کې د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست، شاه‎حسین مرتضوي وايي چې اوس‎مهال د مالوماتو رسوولو پر وړاندې انحصار مات شوی، خو حکومت له روانې سختې جګړې سره مخامخ دی.

ده وړاندې وویل:«په هره اندازه چې منفي خبرونه خپرېږي، په دې مانا نه ده چې موږ باید اوایو چې منفي پېښې باید سانسور شي. هره ستونزه چې شته باید په منطقي ډول خپره شي، او په منصفانه توګه خپره شي تر څو حکومت اصلاح شي.»

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال، سیدآقا فاضل سانچارکي په دې باور دی چې خلک د مالوماتو څښتنان دي او باید پرېکړې د تړلو دروازو ترشا ونشي.

نوموړي زیاته کړه:«په ولسواکۍ نظام کې پرېکړې په خونو کې د ننه نه کېږي، پرېکړې په پرانیستې توګه د خلکو پر وړاندې کيږي.»

حکومت په حکومتي او سیمه ييزو بنسټونو او رواني جګړې پر وړاندې د مبارزې په موخه د مالوماتو او فرهنګ عالي شورا رامنځته کولو باندې ټینګار کوي.

سرور دانش د ښې حکومتولۍ پر وړاندې فساد ستونزه بولي، خو ټنیګار کوي چې له خلکو سره د مالوماتو شریکولو له لارې دا ستونزه هوارېدی شي

شریک یي کړئ