د سرپل ولایت سیمهییز چارواکي دوشنبې(نن د وږي۱۹مه) وايي چې طالبانو له درېیو خواو د سرپل پر مرکز برید کړی دی او اوس مهال د ولایت ودانۍ تر دوو کیلو مټرۍ پورې رسېدلي دي.
د سرپل والي، ذبیحالله اماني وايي چې د یکشنبې شپې راهیسې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د سرپل مرکز ته څېرمه نښتې روانې دي.
دی د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره شمېر نه ورکوي، خو وايي چې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په همدې حال کې یوې سرچېنې طلوع نیوز ته ویلي دي چې د سرپل مرکز بلغلي کلي کې د افغان ځواکونو یوه پوسته د طالبانو لاسته لوېدلې ده، خو چارواکي یې نه تائيدوي.
سرچېنې وايي چې طالبانو د صیاد ولسوالۍ، سویل او شمال خواوو د سرپل پر مرکز برید کړی دی.
سیمهییز چارواکي وايي چې اوس مهال سرپل ـ جوزجان لاره تړلې ده او طالبانو پر دې لاره پلټنې مرکزونه جوړ کړي دي.
طالبانو دا نښتې تائید کړې دي.