Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرپل کې د طالبانو درنه مرګ ژوبله

د سرپل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي سوزمه کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې غونډې د افغان ځواکونو هوايي برید پرمهال یادې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي ویاند، ذبیح الله اماني نن(یکشنبې د چنګاښ په ۸مه نېټه) وايي برید تېره شپه شوی چې پایله کې یې«ډېر شمېر طالب وسله وال د څو قومندانانو سره یې» وژل شوي، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.

په همدې حال کې کورنیو چارو وزارت وايي، تېره شپه د غور پر ساغر ولسوالۍ طالبانو برید وکړ چې د افغان ځواکونو ځوابي برید کې د یادې ډلې ۱۴ غړي ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول. طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

 طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرپل کې د طالبانو درنه مرګ ژوبله

د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي دي چې یوې نښتې کې ۱۴ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي

شریک یي کړئ