Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرپل کې د ملي اردو درېیو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ

د هېواد په شمال کې د پوڅ چارواکي نن(سې‎شنبې د غبرګولي۲۲مه) تائيدوي چې له طالبانو سره په نښته کې په سرپل ولایت کې درېیو د ملي اردو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند، محمد حنیف رضايي وايي، نښته بیګا شپه د سرپل مرکز قفلاتون کلي کې هغه مهال پيل شوه چې طالبانو پر دولتي پوسته برید وکړ.

نوموړی وايي، په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ‎ژوبله اوښتي خو کره شمېر یې نه دی څرګند.

خو بلخوا ځايي سرچینو طلوع نیوز ته ویلي چې افغان ځواکونو ته په نښته کې درنه مرګ ژوبله اوښتې او تر اوسه طالبانو څو کلي هم نیولي دي.

دولتي ځواکونو بیا داسې څه نه دي تایید کړي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پوځ چارواکي وايي چې له طالبانو سره په نښته کې د ملي اردو درې سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی او پنځه نور ټپیان دي

شریک یي کړئ