Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینه: د امام صاحب په ولسوالۍ کې د ملي پوځ یوه پوسته پرځول شوې

یوه سرچینه وايي چې د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ملي پوځ یوه پوسته چې له پنځو ورځو راهیسې په کلابندۍ کې وه، د طالبانو له خوا پرځول شوې ده.

دغې سرچینې زیاته کړه چې د امام صاحب ولسوالۍ د قرغان تپه سیمه کې امنیتي پوسته چې له پنځو ورځو راهیسې د طالبانو په کلابندۍ کې وه او د هغې ټولې اکمالاتي لارې تړل شوې وې، د شپې په ۸ بجې د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د هغه په وینا، په دغې اډه کې د ملي پوخ ۱۷ سرتېرو حضور درلود چې له دې ډلې یو سرتېری وژل شوی او پنځه سرتېري او د هغوی قومندان له یو اندازه وسلو او یه هاموې ټانګ سره طالبانو ته تسلیم شوي دي او لس تنه نور سرتېري په تېښته بریالي شوي دي.

په دې تړاو تراوسه د ملي پوځ چاروکو څه نه دي ویلي.

طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.  
 
سرچینه وايي چې په دغه برید کې د ملي پوځ یو سرتېری وژل شوی او پنځه سرتېري او د هغوی قومندان له یو اندازه وسلو او یوه هاموې ټانګ سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.

شریک یي کړئ