Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینه: ولسمشرغني د اوونۍ تر پایه لوړه کوي

یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې ټاکل شوې ولسمشر غني، د روانې اوونۍ د پنج شنبې په ورځ (د کب په ۸مه نېټه) د نوي ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړي.

په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني به تر راتلونکو څو ورځو پورې لوړه وکړي.

ولسمشر غني هم د لوړې مراسمو ترسره کولو په موخه حکم صادر کړی.

د ولسمشر په حکم کې راغلي چې د منتخب ولسمشر د لوړې مراسمو ترسره کوونکی کمېسیون به د سیمه ییزو ارګانونو او پروان ولایتي شورا رییس سره په کډه کار کوي او بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، لوی درستیز، ولسي او سیاسي چارو کې د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیال، د ولسمشرۍ د چارو ریاست، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو او ستراتیژیکو اړیکو عمومي رییس او په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار به یې غړي وي.

ولسمشر غني د روان کال د تلې میاشټې د ۶ نیټې د ترسره شویو ټاکنو د ۵۰،۶۴ سلنې رایې په ترلاسه کولو بریالی وبلل شو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سلواغې په ۲۹مه نېټه د ولسمشرۍ پایلې اعلان کړې او له مخې یې اشرف غني بریالی وباله.

همداراز ښاغلي غني پر سبا یې د کمېسیون لخو وثیقه هم ترلاسه کړه.

شریک یي کړئ