Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرچیني: د جوزجان ولایت قوش تيپه ولسوالۍ د طالبانو لاسته ورغله

سرچینې او همدارنګه د جوزجان ولایتي شورا یو غړی وايي چې د قوش تیپه ولسوالۍ د طالبانو لاسته ورغلې ده.

خو د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې پخلی کوي او وايي چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جوزجان د والي ویاند فریدون انیق وايي چې په دغه نښته له دوه ورځو راهیسې پیل شوې او د دوشنبې شپې له لسو بجو وروسته نه دي توانېدلي چې د دغې ولسوالۍ له چارواکو سره اړیکه ونیسي.

د جوزجان د والي ویاند د طالبانو له خوا د دغې ولسوالۍ پرځول او نه تاییدو او نه یې ردوي.

په ورته مهال کې د جوزجان والي لطف الله عزیزي د دغې ولسوالۍ وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

هغه وايي:«کابو ده میاشتې کېږي چې دښمن هلته (قوش تیپه ولسوالۍ) کې برید کړی. تېره شپه دښمن برید وکړ او زموږ پنځه تنه امنیتي پرسونل یې په شهادت ورسول. په اتو بجو یې یو ځل بیا برید وکړ.... له لسو بجو راهیسې، په قوش تیپه کې د ولسوالۍ له پرسونل او امنیتي ځواکونو سره اړیکه پرې ده.»

هغه همدارنګه زیاته کړه:«لکه څرنګه چې ښکاري، له بده مرغه ولسوالۍ پرځېدلې او دښمن په هغه سیمه کې دی.»

همدارنګه د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وايي چې په دغې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده او دغې ولسوالۍ ۱۵۰ ځانګړي امنیتي ځواکونه استول شوي دي. 

د جوزجان ولایت امنیتي چارواکي د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې پخلی کوي او وايي چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ